اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

طا-لبان په داخلي رسنیو کې سیاسي خپرونې او بحثونه بندوی

دید خبرې آژانس: رسېدلي اطلاعات ښيي، چې طا-لبان غواړي افغانستان کې پر داخلي رسنیو د بندیزونو نوې څپه پیل کړي.

په کابل کې باخبره سرچینې ویلی چې طا-لبان په لومړي ګام کې غواړي چې د افغانستان په داخلي رسنیو کې سیاسي خپرونې بندې کړي.

د افغانستان انترنشل د خبر له مخې، طا-لبانو د دې تازه بندیزونو د عملي کېدو په تړاو تر اوسه رسمي څه نه دي ویلي.

په افغانستان کې پر رسنیو د طا-لبانو له محدودیتونو سره ځینې رسنۍ ګردي مېزونه او سیاسي خپرونې جوړوي.

خو طا-لبان له دغو سیاسي خبرو او تحلیلونو سخته اندېښنه لري او دغه ډله غواړی چې د دې خپرونو بندولو سره سانسور، زیات کړي او کنټرول شوي معلومات خپاره شي.

د طا-لبانو ریاست الوزرا تېره ورځ «د وږي ۳۰مه» په یوه اعلامیه کې پر علماوو غږ کړی چې د رسنیو له لارې اختلافي موضوعاتو او مناظرو ډډه وکړي.

په دې اعلامیه کې راغلي چې د دغه ډول بحثونو له امله خلک خپله لار ورکوي او په ټولنه کې اختلافات او ننګونې پیدا کېږي چې د «فتنې» د پیدا کېدو لامل هم کېږي.

څو ورځې وړاندې په هرات کې د لودېځ زون له ولایتي ویاندونو او د رسنیو له مسوولینو سره د یوې ناستې پرمهال د طا-لبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معینیت چارسمبالي ضیاء الحق حقمل ویلي و، رسنۍ دې د هغو بهرنیو کسانو راپورونه نه را نقلوي چې د افغانستان په اړه ناسم تحلیلونه کوي.

نه یوازې دا چې طا-لبان د رسنیو پر سانسور لګیا دي بلکې په کندهار کې یې د ملا هبت الله په امر د ملي ټلویزیون پر خپرونو بندیز لګولی او د بندیز لامل هم په دې رسنۍ کې د ژوندیو انځورونو خپرول بلل شوی دي.

د طا-لبانو واکمنېدو سره پر ازادو رسنیو او د بیان پر ازادۍ د محدودیتونو زیاتېدو سره په تېرو درېو کلونو کې ډېرې رسنۍ وتړل شوې او خبریالان هم کډوالۍ ته اړ شول.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا