اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

طا-لبان وایي: د حمید جلال وژنه تېروتنه وه

دید خبرې آژانس: د طا-لبانو تر واک لاندې د کورنیو چارو وزارت وايي، ۲۱ کلن  محصل حمید جلال د طا-لبانو له خوا په تېروتنې کې وژل شوی دی.

د طا-لبانو تر واک لاندې دغه وزارت پر اېکس ليکلي، چې د طا-لبانو یوه پلاوي د حمید جلال کورنۍ ته دوه سوه زره افغانۍ ورکړې دي.

حميد جلال تېره اوونۍ په کابل کې د یوه ملګري له فراغت غونډې څخه کور ته د ستنېدو پر مهال د طا-لبانو له خوا په ډزو ووژل شو.

طا-لبانو هغه مهال پر هغه ډزې وکړې کله چې د حميد جلال موټر د طا-لبانو د موټرو له کاروان مخکې تېر شو.

د حميد جلال پلار سيد جلال پښتون مخکې رسنيو ته ويلي و، چې د دوى (حميد جلال او ملګري يې) د طا-لب چارواکو له موټر څخه مخکې شو او له شا څخه د طا-لبانو لخوا په هدفمندانه توګه په نښه شو. دى وايي چې زوى يې د موټر په شاته سيټ کې ووژل شوى او بل چا ته زيان نه دى اوښتى. د حميد جلال پلار زياته کړه، چې زوى يې دوه مرمۍ د سر په برخه کې ولګېد چې له امله يې روغتون ته ونه رسېد او په لاره يې ساه ورکړه.

هغه له دې وړاندې د خپل زوی د قاتلینو د «قصاص» غوښتنه هم وکړه.

حميد جلال د ننګرهار ولایت اوسیدونکی و او د خپلوانو په وینا په دې وروستیو کې یې کوژده هم کړې وه.

نوموړی د کابل په یوه خصوصي پوهنتون کې د اقتصاد پوهنځي د اتم (وروستي) سمستر محصل و.

طا-لبانو ویلي چې د دغه ۲۱ کلن ځوان قاتل یې نیولی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې هېواد ته د طا-لبانو د واک بيا راتګ وروسته، په تېره بیا په کابل کې د طا-لبانو له خوا په پوستو او سړکونو کې پر ملکي وګړو د ډزو راپورونه ورکړل شوي دي. خو طا-لبانو يې تر اوسه د عاملينو د محاکمې د څرنګوالي په اړه څه نه دي ويلي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا