اسلایدشوافغانستاناقتصاد او پراختیابرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونه

طا-لبان وايي: د دوحه په دریمه ناسته کې د بانکي بندیزونو د لرې کولو ژمنه شوي دي

دید خبرې آژانس: د طا-لبانو د ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې د دوحه په درېیمه ناسته کې پر افغانستان د اقتصادي او بانکي بندیزونو د لیرې کولو ژمنه شوي دي.

د طا-لبانو د ډلې ویاند او د پلاوي مشر ذبیح الله مجاهد په خپله فسبوک پاڼه لیکلي چې د دوحه غونډه دیره ښه وه او ډېرو هېوادونو د افغانستان له خصوصي سکټور خپل ملاتړ څرګند کړی دی.

دغه غوښتونکی وايي چې د غونډې ګډونوالو ژمنه وکړه چې له اقتصادي او بانکي لارو به محدودیتونه لرې کوي.

د طا-لبانو د ډلې ویاند زیاته کړه: د دوحې په دریمه غونډه کښې د روسیې، چین، ایران، پاکستان، قزاقستان، ازبکستان، قرغزستان، ترکمنستان، امریکا او د اسلامی ملګرتیا سازمان دریځونه د قدر وړ وبلل شول.

 د طالبانو د ډلې دا ادعا په داسې حال کې راپورته کیږي چې د دوحې د دریمې ناستې پایلې د ملګرو ملتونو او د ګډون کوونکو هیوادونو د استازو له خوا په رسمي ډول نه دي اعلان شوي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا