اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادثروستي خبرونه

په تخار کې نښته؛

طا-لبان: موږ داعش له منځه وړې/ د مقاومت جبهه: دا له داعش سره هیڅ تړاو نه لري

د دید خبري آژانس د خبر له مخې له تخار ولایت څخه په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي تصویرونه او ویډیوګانې په تالقان ښار کې د تاوتریخوالي ښکارندويي کوي.

طا-لبان: موږ داعش له منځه وړې/ د مقاومت جبهه: دا له داعش سره هیڅ تړاو نه لري

د طا-لبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د شنبې په شپه نښته تایید کړه او ویې ویل چې د دوی ځواکونو په تالقان کې د داعش اته غړي وژلي دي.
مجاهد وویل، «نن ناوخته په تالقان کې د داعش ډلې اته تنه غړي په یوه پټنځای کې ووژل شول او د هغوی وسلې او مهمات ترلاسه شول.»
خو د ملي مقاومت جبهې ویاند علي میثم نظري ویلي، دا قضیه له داعش سره هېڅ تړاو نه لري. یو تن ده مولوی صاحبانو چې له څه مودې راهیسې له طا-لبانو سره په ټکر کې و، نن د تالقان په ښار کې د دستار د تړلو په مراسمو کې حاضر و او غوښتل یې یوه وینا وکړي چې طا-لبانو یې مخه ونیوله او خلکو پاڅون وکړ.
د هغه په وينا، په دې نښته کې خلکو او طا-لبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.


خو له تخار ولایت څخه د رارسیدلو خبرونو له مخې نښته په سیمه ایز وخت د ماسپښین په ۰۲:۳۰ بجو رامنځته شوه چې له امله یې ۱۲ تنه طا-لبان او اوه تنه ملکي وګړي ووژل شول.
اووه تنه د طا-لبانو ده مخالفانو لخوا هم په دې نښته کې ووژل شول.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا