اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونه

طا-لبان: له هوايي حریمه د سرغړونکو هېوادونو سره ډیپلوماټیکي هڅې روانې دي

دید خبرې آژانس: د طا-لبانو د پوځ لوی درستیز تاییدوي چې د افغانستان هوايي حریم لا تر اوسه د دوی په بشپړ کنټرول کې نه دی او د ځینو هېوادونو له خوا ترې سرغړونه کېږي.

فصیح الدین فطرت زیاته کړې، طا-لبانو هڅه کړې چې د هغو هېوادونو سره د ډیپلوماتیکو خبرو اترو له لارې د افغانستان د هوايي حریم د سرغړونې مخه ونیسي چې د دوی تر واک لاندې یې د دوی له هوايي حریم څخه سرغړونه کړې ده.

د هغه په وينا، طا-لبان هڅه کوي تر راتلونکي کال پورې د افغانستان د هوايي حریم بشپړ کنټرول په لاس کې واخلي.

دغه طا-لب چارواکي دا نه دي ویلي، چې د افغانستان په هوايي حریم کې د بې پیلوټه الوتکو ګزمې د کومو هېوادونو دي. نوموړي د الوتکو د اصليت په اړه هم څه ونه ويل.

د افغانستان بېلابېل ولایتونه د هبت الله اخندزاده د واک له مرکز کندهار څخه تر کابل، پنجشیر، لغمان، پروان، کاپیسا او بغلان پورې د بې پیلوټه الوتکو د منظمو ګزمو شاهدان دي.

د طا-لبانو د پوځ لوى درستيز فصیح الدین فطرت یوې خبري غونډې ته وویل، «د هېواد له هوايي حریم څخه د سرغړونې په اړه څو ځلې خبرې شوې دي، خو په تېرو کلونو کې زموږ له هوايي حریم څخه د هغو کسانو له خوا، چې سرغړونې یې کړې دي هڅه شوې چې له دوی سره خبرې وشي او د دوی د هوايي حریم د سرغړونې مخه ونیول شي او د ملي دفاع وزارت په دې اړه غلی دى ناست.»

د طا-لبانو د پوځ لوى درستيز په ډاګه نه کړه چې له کومو هېوادونو سره یې د هوايي حریم د سرغړونو د مخنیوي لپاره خبرې کړې دي.

خو هغه بې پیلوټه الوتکې چې د افغانستان په فضا کې ګزمې کوي په مکرر ډول ویل شوي چې د متحده ایالاتو سره تړاو لري. طا-لب چارواکو هم د الوتکې اصليت نه دی روښانه کړی.

په همدې حال د طا-لبانو د پوځ لوى درستيز یو ځل بیا له ازبکستانه غوښتي چې تسلیم شوې افغان پوځي الوتکې دې هېواد ته وسپاري. واشنګټن او تاشکند په دې وروستیو کې په ازبکستان کې د الوتکو د ساتلو هوکړه کړې ده.

په همدې حال، متحده ایالاتو ویلي چې دوی به په افغانستان کې د ترهګريزو فعالیتونو په اړه استخباراتي معلومات د لیرې څارنې له لارې وڅاري او که اړتیا وي، د افق هوايي ماموریت د یوې برخې په توګه پوځي عملیات وکړي.

متحده ایالاتو د ماموریت د یوې برخې په توګه لږترلږه دوه ځله په افغانستان کې عملیات ترسره کړي، لومړی د ٢٠٢١ په اګست کې د دا/عش د پټنځای په نوم د یو کور په وړاندې چې ملکي قربانیان وو او دوهم د کابل په شنه سیمه کې د القاعدې د مشر په وژنه کې، په وزیر اکبرخان کې.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا