اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

طا-لبان: زمونږ په ټولو بندخونو کې د بندیانو انساني حقونو ته درناوی کېږي

دید خبرې آژانس: د طا-لبانو د بندخونو چارو د سمون ادارې عمومي مشر محمد یوسف مستري د افغانستان لپاره د اسلامي سازمان مرکز رییس محمد سعید العیاش سره په کتنه کې ویلي، چې د هېواد په ټولو بندخونو کې د بندیانو انساني حقونو ته درناوی کېږي.

نوموړي دغه راز ویلي، چې په بندخونو کې بندیانو ته په بېلابېلو برخو کې ښوونې او روزنې هم ورکول کېږي.

د طا-لبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون په دې اړه د یو راپور په خپرولو سره ویلي، چې په دغه کتنه کې ښاغلي العیاش د بندخونو چارو د سمون له ادارې سره د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه کړې ده.

په کابل کې د اسلامي همکاریو سازمان دفتر په ۲۰۲۲ کال کې د سعودي عربستان په مالي همکارۍ پرانېستل شو.

د دې دفتر د فعالیتونو موخه د افغانستان له خلکو سره په بشري، ټولنیزو، سیاسي او اقتصادي برخو کې مرسته ښودل شوې.

له دې سره، طا-لبان بیا په داسې حال کې د هېواد په بندخونو کې د بندیانو د انساني حقونو د درناوي خبره کوي، چې له تېرو درېیو کلونو راهیسې له بندیانو سره د طا-لبانو د ناوړه چلند په اړه راپورونه خپرېږي.

د روان کال د غوايي په ۱۳مه د څرخي‌پله بندخونې د وضعیت په اړه په یو ځانګړي راپور کې لیکل شوی و، چې طا-لبانو لسګونه سیاسي بندیان په ځانګړې ډول د پنجشېر او شمالي سیمو اوسېدونکي وهلي او ځورولي دي.

سرچینو دا هم ویلي وو، چې لا هم طا-لبانو د بندیانو له ځورولو لاس نه دی اخیستی.

له دې سره، د بنديانو کورنیو هم په په وار – وار ویلي، چې له دوى سره د طا-لبانو چلند ډېر بد او له تاوتريخوالي ډک دى.

طا-لبانو د عمومي عفوې یا بښنې له اعلان سربیره په لسګونو پخواني سرتېري، د ښځو د حقونو فعالانې او یو شمېر خبریالان بندیان کړي او په بېلابېلو لارو یې په زندانونو کې شکنجه کړي دي.

د طا-لبانو تر شکنجو لاندې د بندیانو د وژلو په اړه هم ځینې راپورونه خپاره شوي دي؛ خو طا-لبان یې ردوي.

د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانو هم چې د طا-لبانو له بندخونو ازادې شوې دي، په دې وروستیو کې د یادې ډلې له بندخونو هغه رازونه افشا کړل، چې دوی ورسره مخامخ شوې وې.

د یادولو ده، پر ښځینه بندیانو جنسي تیری، بدني سزاګانې او دې ورته پیښې له پراخو بشري غبرګونو سره مخ شوی دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا