اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادثبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

طا-لبان: زمونږ سره شاوخوا ۱۱ زره بندیان دي

دید خبرې آژانس: د زندانونو په چارو کې د طا-لبانو د تنظیم ادارې چارواکو نن یکشنبه د (وږي ۱۱مه) ملت ته د راپور ورکولو پر مهال وویل، چې له دوی سره ټول بندیان د محکمو تر پرېکړو وروسته بندیان شوي دي.

په دغه ناسته کې چې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې جوړه شوې وه طا-لبانو دا هم وویل، چې د دوی سره د بندیانو په ډله کې له ۸۰۰ تر ۹۰۰ پورې ماشومان هم شته؛ خو دا یې و نه ویل، چې دغه ماشومان په دارالتادیب کې دي او که د لویانو سره په عمومي زندانونو کې وخت تېروي.

دا رنګه دغو چارواکو وویل، چې د دې تر څنګ له ۱۰ څخه تر ۱۲ زرو پورې نور مجرمین هم په توقیف ځایونو کې بندیان دي، چې ښايي د هغوی برخلیک لا جوت شوی نه وي او نه یې د بند د مودې په اړه پرېکړه شوې وي.

په دغې ناسته کې طا-لبانو په زندانونو کې د بندیانو د وهلو او ربړولو خبره په کلکه رد کړه او زیاته یې کړه، چې هیڅ داسې لاسوندونه نه شته چې دوی دې په زندانونو کې څوک وهلی ډبولي وي.

خو په تېرو درېیو کالو کې د طا-لبانو له زندانونو ټولو خوشې شویو بندیانو هلته د ربړونو او ځورولو خبرې کړې او ان تر دې چې په زندانونو کې پر بندیانو ښځو د جنسي تېریو راپورونه هم خپاره شوي دي.

افغانستان انټرنشنل ته هم ډېرو داسې مېرمنو ویلي، چې دوی د طا-لبانو په زندانونو کې وهل شوې ډبول شوې او پر یو شمېر نورو یې جنسي تېري هم شوي دي چې په لېدو یې د هر انسان غوني زیږ او له روحي ستونزو سره مخامخ شوي دي.

د کابل تر څنګ د افغانستان د نورو ولایتونو له زندانونو څخه هم د بندیانو د ځورولو او له ربړونې وروسته د بندیانو د وژل کېدلو راپورونه هم په رسنیو ګې خپاره شوي دي.

په کابل کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یوناما هم په خپلو راپورونو کې د طا-لبانو په زندانونو کې د بندیانو د وهلو او ربړولو څخه پرده پورته کړې ده.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا