اسلایدشوبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

طا-لبان: رسنیو ايراني کلیمې دې نه کاروي

دید خبرې آژانس: په کابل کې د طا-لبانو امربالمعروف وزارت چارواکو د سیمه ییزو رسنیو له مسوولینو سره په کتنه کې هغوی ته امر کړې، چې د ایراني کلیمو له کارولو ډډه وکړي.

سرچینې وایی چې دغه چارواکو له رسنیو غوښتي چې د دې ډلې مشر هبت الله اخوندزاده ته درناوی وکړي.

طا-لب چارواکو ټینګار کړی، چې رسنۍ دې د اسلامي برخې نشراتو ته پاملرنه وکړي.

طا-لبانو له دې مخکې رسنيو ته د ښځينه ویاندویانو د کار کولو د ډول، د هغوی د نشراتو او د دې ډلې د لاسته راوړنو د پوښښ او نورو مسايلو اړوند لارښوونې کړې وې؛ خو په رسنيو کې په دې کچه د ژبې بحث نوې خبره ده.

د طا-لبانو ځينو غړو او يا هم د دې ډلې پلويانو په ټلويزيوني مناظرو کې د «دانشګاه» په څېر د فارسي کلمو پر کارولو اعتراض کړى او ويلي يې دي، چې د هغه پوهنتون پښتو معادل بايد وکارول شي.

طا-لبانو په تېرو درېيو کلونو کې د ځينو شاعرانو، لیکوالانو، مشهورو څېرو انځورونه، اثار او ځيني ملي نښانونه له منځه وړي دي.

د طا-لبانو دا کړنې د خلکو او ټولنيزو رسنیو د کارونکو له سخت غبرګون سره مخ شوي او په دې برخه کې يې پر طا-لبانو سختي نيوکي کړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا