طا-لبان د ملګرو ملتونو د ښځو برخې راپور رد کړ
دید خبرې آژانس: د طا-لبانو ویاند وايي، دغه راپور د افغانستان د شته واقعیتونو لمخې نه؛ بلکې په خبره یې، له هېواده بهر د ځينو کړیو د تبلیغاتو پر بنسټ جوړ شوی دی.
د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد وایي: « زموږ نظر دا دی چې دا سروې له بده مرغه دقیقه نه ده. دغه راز نظرونه تل د افغانستان دننه د مالوماتو پر بنسټ نه چمتو کیږي؛ بلکې د هغو کړیو د مالوماتو پر بنسټ چمتو کیږي چې له هېواده بهر دي او یا تښتېدلي دي. افغانستان کې ډېرې ښځې په سوداګریو بوختې دي او کارونه لري چې ډېر پرمختګونه یې کړي دي.»
تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د ښځو برخې په یوه راپور کې ادعا کړې وه چې، دمګړۍ افغان ښځې د یوه محدود چاپېریال پر لوري روانې کړای شوي دي. د دغه ديارلس مخيز راپور په يوه برخه کې راغلي، چې سرپرست حکومت په ټولو برخو کې د ښځو حقونه محدود او تر پښو لاندې کړي دي. له یو شمېر افغان ښځو سره د دغه سازمان د مشورتي ناستو موندنې ښيي، چې په تېرو ۱۲ میاشتو کې شاوخوا ۷۹ سلنې مېرمنې عامه ځایونو لکه پارکونو او روغتیايي مرکزونو ته له ورتګ منع شوي دي.
د ملګروملتونو د ښځو څانګې راپور کې راغلي: « د ښځینه ځواب ویونکو یو لوی شمېر ۶۹ سلنې دا په ګوته کوي چې دوی له کوره د وتلو پر مهال د خوندیتوب احساس نه کوي. ښځینه ځواب ویونکې وايي، د نجونو د لومړنیو او منځنیو زده کړو په اړه د ټولنې په چلن کې د پام وړ بدلون راغلی. شاوخوا ۷۹ سلنې ښځو ویلي، په تېر یو کال کې یې د شخړو د هواري له کوم رسمي بنسټ څخه ګټه نه ده پورته کړې.»
د راپور په بله برخه کې ویل شوي چې، ۵۷ سلنې ښځو او ۳۴ سلنې نارینه وو په وروستۍ ربع کې پر خپل مالي وضعیت اندېښنه څرګنده کړې او همدارنګه یې په بېلابېلو برخو کې د ګومارنې په بهیر کې پر تعصب نیوکه کړې، هغه څه چې اسلامي امارت تر دې مخکې رد کړي دي.