اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

طا-لبان: د دوحې په ناسته کې مو د «شریعت خلاف» غوښتنې نه دي منلي

دید خبرې آژانس: د طا-لبانو د رٸيس الوزراء سیاسي مرستیال عبدالکبیر ویلي، چې طالبانو په دوحه کې په تېرو ناستو کې د یادو هېوادونو «د شریعت خلاف هېڅ» غوښتنې نه دي منلې.

د طا-لبانو تر ادارې لاندې د ملي تلویزیون د راپور له مخې، عبدالکبیر دغه موضوع په کاپیسا ولایت کې په یوه غونډه کې څرګنده کړه.

د دوحې په درېیو غونډو کې، چې وروستۍ یې د چنګاښ په میاشت کې جوړه شوې وه، که څه هم پکې د ښځو د حقونو فعالان او د مدني ټولنې استازو حضور نه درلود، خو له طا-لبانو څخه د ګډون کوونکو هېوادونو تر ټولو مهمه غوښتنه د نجونو د ښوونځیو پرانستل او د ښځو او نجونو پر حقونو د طالبانو محدودیتونه او د بندیزونو ليرې کول وو.

په تېرو درېیو کلونو کې طالبانو له شپږم ټولګي څخه پورته نجونې ښوونځيو ته د تګه منعه کړې دي. د طا-لبانو ویاند د دوحې د درېيمې ناستې په پاى کې ادعا وکړه چې د نجونو د زده کړو مسٸله د افغانستان کورنۍ  مسٸله ده.

خو د بشري حقونو نړیوالو بنسټونو او ملګرو ملتونو تل له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو د ښوونځیو پر پرانیستلو او د ښځو او نجونو د حقونو په برخه کې د طا-لبانو د محدودیتونو پر ليرې کولو ټینګار کړی دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا