اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادثبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

طا-لبان د خپل حاكميت د ساتلو لپاره وحشیانه تاکتیکونه کاروي

دید خبرې آژانس: د افغانستان د ښځو او ماشومانو د هوساینې د پياوړتيا بنسټ په یوه راپور کې ویلي، طالبان په هېواد کې د خپل حاکميت د ساتلو لپاره «وحشیانه تکتیکونه» کاروي.

د آمو تلویزیون د خبر له مخې، دغه بنسټ وايي، په افغانستان کې د طا-لبانو درې کلنه واکمني د «بشري حقونو د سرغړونو او ځپونکو تګلارو» سره مل وه.

په دغه راپور کې راغلي، « {پر افغانستان} د طا-لبانو واکمني د جنسي تېري، تښتونې، شکنجې، وژنې، عام وژنې، د وهلو ټکولو او په سیستماتیک ډول د ښځو او نجونو د تعلیم له فرصتونو څخه د محرومیت لامل شوې ده.»

د افغانستان د ښځو او ماشومانو د هوساینې د پياوړتيا بنسټ د بشري حقونو د سازمانونو د راپورونو په حواله ويلي، طا-لبانو د خپلې واکمنۍ پر مهال ډېری وخت په خلکو کې د وېرې د رامنځ ته کولو په خاطر له غيرقانوني وژنې کړي دي.

دغه بنسټ زیاتوي چې د طا-لبانو له خوا دغه وژنې تر ډېره د کمزورو تورونو یا شک پر بنسټ شوي دي.

راپور وایی، شکنجه یوه عامه وسیله ګرځېدلې ده چې د طا-لبانو لخوا د اعترافاتو اخیستلو یا هغو کسانو ته د سزا ورکولو لپاره کارول کیږي چې د دوى  مخالفین ګڼل کیږي.

راپور زیاتوي چې د طا-لبانو د شکنجې طریقې اکثره «وحشیانه» دي او په قربانیانو باندې دوامداره فزیکي او رواني زخمونه پرېږدي.

په دغه راپور کې راغلي«له بنسټیزو تضمینونو سره سره چې ښځې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د کار او زده کړې حق لري؛ خو حقیقت بل ډول دی.

د طا-لبانو د شریعت تفسیر د دې لامل شوی چې تر شپږم ټولګي پورته په ښوونځیو کې د نجونو پر ورتګ بشپړ بندیز لامل شي  او له پوهنتونونو څخه د ښځو د محروميت سبب شي.»

د افغانستان د ښځو او ماشومانو د هوساینې د پياوړتيا بنسټ همداراز وايي چې د طا-لبانو «افراطي فکر» په افغانستان کې د کلتوري میراثونو د ويجاړېدو او په هېواد کې د هر ډول هنري او کلتوري بیان د ځپلو لامل شوی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې طا-لبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵ نېټه پر افغانستان واک تر لاسه کولو راهيسې ښځې او نجونې له خپلو ټولو اساسي حقونو بې برخې کړي او د ښځو د ژوند په بېلابېلو اړخونو یې سخت محدودیتونه وضع کړي دي.

وروسته له هغه چې طا-لبان بیا واک ته ورسېدل، دوی له شپږم ټولګي څخه پورته نجونې له زده کړو منعې کړې او د پوهنتونونو دروازې یې هم د نجونو او ښځو پر مخ وتړلې.

د ياد ونې وړ ده، چې طا-لبانو د خپلې کابو درې کلنې واکمنۍ پر مهال په ټول افغانستان کې د کانکور په ازموينه کې نجونو پر ګډون بنديز لګولى او آن یوې انجلۍ له ګډون پرته يې هم  سږکال د کانکور ازموینه واخيستله.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

هم چک کړئ
بستن
دکمه بازگشت به بالا