اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادثبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

طا-لبان: د تورخم په نښته کې درې ملکي وګړي وژل شوي

د طا-لبانو تر واک لاندې د کورنیو چارو وزارت وايي، د دوشنبې په ورځ تورخم ته څېرمه د پاکستاني پوله ساتو او طا-لبانو ترمنځ په نښته کې درې ملکي وګړي وژل شوي دي.

د طا-لبانو تر واک لاندې د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وايي، په قربانیانو کې یوه ښځه او دوه ماشومان هم شامل دي.

هغه زياته کړه، نښته هغه مهال پيل شوه، چې پاکستاني سرحدي ځواکونو لومړى د طا-لبانو پر پوستو ډزې وکړې.

ښاغلي قانع زیاته کړه، چې طا-لب ځواکونو د پاکستاني ځواکونو دوه پوستې هم په نښه او ویجاړې کړې دي.

د يادولو وړ ده، چې پرون( دوشنبه، زمري٢٢مه) په غوړکي سیمه کې د پاکستاني ځواکونو او طا-لبانو ترمنځ نښته شوې وه چې اوس پای ته رسېدلې ده.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا