اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

طا-لبان: د بندیزونو د څارنې کمېټې د ماموریت غځېدل ظالمانه دي

دید خبرې آژانس: اسلامي امارت، د ملګرو ملتونو امنیت شورا د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو د څارنې کمېټې ماموریت غځېدل ظالمانه بللي او ویلي یې دي چې، د دغو بندیزونو دوام به کومه پایله ونه‌لري.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت ټينګار کوي چې، د ناکامو تجربو تکرار منطقي کار نه‌دی او سر‎پرست حکومت له نړۍ سره د اړیکو د عادي کولو غوښتونکی دی.

 د اسلامي امارت د ویاند مرستیال په دې هکله وايي:«موږ د تحریمونو د دوام دا پرېکړه ظالمانه بولو او محکوموو یې، پر افغانستان د تحریمونو له دوام سره د افغانانو حقوق ضایع کېږي، بل دا چې، پخوا هم بندیزونو او تحریمونو د فشار په توګه کومه نتیجه نه‌وه ورکړې او ته اوس به هم دا د چا په ګټه وي، د ناکامو حربو او ناکامو تجربو کارول او تکرارول منطقي کار نه‌دی.»

له دې مخکې، د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوه پرېکړه‌لیک کې، د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو د څارنې کمېټې ماموریت، له ۱۵ مثبتو رایو سره د ۱۴ نورو میاشتو لپاره وغځاوه. د «ملګرو ملتونو» د خبرپاڼې له مخې، دغه کمېټه د اسلامي امارت اړوند کسانو د سفر پر بندیز،  د شتمنیو پر کنګلتیا او د وسلو پر بندیزونو څارنه کوي.

په خبرپاڼه کې راغلي:«د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان د بندیزونو د څارونکې ډلې د ماموریت د غځولو پرېکړه‌لیک په متفقه توګه تصویب کړ. د بندیزونو رژیم په طالبانو پورې د اړوند کسانو شتمنۍ کنګلوي، د هغوی پر سفرونو بندیز لګوي او د وسلو بندیزونه پلي کوي.»

د سیاسي چارو شنونکی سلیم پیگیر په دې هکله وايي:«د افغانستان اسلامي امارت ټول غړي په بهرنیو سفرونو ځي، ښايي ډېره شتمني او پیسې ونه‌لري چې، د هغې په تړاو اندېښنه ولري، نو تراوسه مو له دغې پرېکړې هېڅ سمه او منطقي پایله نه‌ده ترلاسه کړې او نه به یوې ترلاسه کړو.»

د دې کمېټې ماموریت په داسې حال کې غځول کېږي چې، په تېر یوه کال کې د رییس الوزرا، د ریاست الوزرا د اداري، سیاسي او اقتصادي مرستیالانو او د کورنیو چارو، دفاع، پوهنې او لوړو زده‌کړو وزارتونو د سرپرستانو په ګډون د اسلامي امارت ځينو چارواکو د سیمې هېوادونو ته سفرونه وکړل.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا