اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

طا-لبان د اکټوبر اوومه د هېواد په تاریخ کې توره ورځ ګڼي

دید خبرې آژانس: له نن څخه ۲۳ کاله مخکې، د ۲۰۰۱ کال د اوکټوبر پر اوومه امریکا پر افغانستان خپل هوايي بریدونه پیل کړل.

بلخوا، طا-لبان د اکټوبر اوومه د هېواد په تاریخ کې توره ورځ ګڼي او زیاتوي چې، پر افغانستان د دغه برید په پایله کې زرګونه بې‌ګناه کسان وژل شوي دي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمد‌الله فطرت وايي:«موږ دا ورځ د افغانستان په تاریخ کې یوه توره ورځ بولو دا پر افغانستان یو ظالمانه یرغل و چې، په پایله ک یې په زرګونه افغانان شهیدان، ټپيان، زنداني، کډوال او بې کوربه شول. ښکېلاک ګرو پوره شل کاله پر افغانانو خپل لاسپوځي مسلط کړي و، له شلو کلونو وروسته امریکایان دې پایلې ته ورسېدل چې، پر افغانستان یې برید او یرغل ډېره زیاته تېروتنه کړې وه.»

د اسلامي امارت جګپوړی غړی انس حقاني ویلي:«۲۰كلن مقاومت، ناټو او امريکا ته هم دا وښوده چې، مادي ځواک د يوه ملت عزم نه‌شي ماتولای.»

دا بریدونه په افغانستان کې د امریکا او د هغې د متحدینو د ۲۰ کلن نظامي حضور لامل شو؛ خو د افغانستان لپاره د دې ورځې پایلې څه وې؟

د نظامي چارو شنونکي کامران امان وویل:«غوښتل یې چې، منځنۍ اسیا ښکېلاک کړي، او د اسیا لویه وچه تر خپل کنټرول لاندې ولري چې، د شلو کلونو په لړ کې ونه‌توانېده، له دې پرته چې، خپله یې له مالي او ځاني مرګ ژوبلې سره مخ شول او په تېرو شلو کلونو کې شخصي بندخونې زموږ له افغانانو ډکې وې که بګرام و او که ګاونتانامو وه.»

د سیاسي چارو شنونکی معین ګل څمکنی په دې هکله وايي:«دوی هر هغه څه ته چې، اړتیا وه دوی هغه ونه‌کړل؛ ځکه افغانان نیواک نه‌مني او د دې سربېره د افغانانو کلتوري او دیني ارزښتونو ته هېڅ اهمیت نه‌ورکوه. دوی پر خلکو باندې چاپې وهلې، دوی پر خلکو ظلمونه وکړل، په ودونو باندې یې بمبارۍ وکړې، په مړو او جنازو یې بمبارۍ وکړې، بې‌ګناه خلک یې وژل.»

 سره له دې چې امریکا په افغانستان کې ۲۰ کاله پوځي حضور درلود، خو بالاخره په ۲۰۲۱ کال زېږدیز کې د اګست پر ۱۵مه اسلامي امارت پر هېواد کې واکمن شو او د همدې کال د اګسټ پر۳۰مه وروستی امریکایي سرتېری له افغانستانه ووت او امریکا په افغانستان کې خپله تر ټولو اوږده جګړه پای ته ورسوله.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا