طا-لبان د امریکا له راتلونکي ولسمشره واقعبینانه سیاست غواړي
دید خبرې آژانس: په داسې حال کې چې، د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ترسراوي ته یوه ورځ پاتې ده، اسلامي امارت ویلي، هر څوک چې، د دغه هېواد د ولسمشر په توګه وټاکل شي، باید د افغانستان پر وړاندې ریښتینی او واقعبینانه سیاست خپل کړي.
د طا-لبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت په دې هکله زیاتوي:«د افغانستان اسلامي امارت د امریکا په ګډون له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي. زموږ لپاره مهمه دا ده چې، څوک د چارې واګي په لاس کې اخلي، هغه د افغانستان په تړاو واقعبینانه سیاست اختیار کړي.»
دا په داسې حال کې ده چې، ډونلډ ټرمپ او کاملا هرېس چې، د امریکا د سږنیو ولسمشریزو ټاکنو دوه مهم نوماندان دي، په خپلو ټاکنیزو کمپاینونو کې په وار وار له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو او د دوحې د هوکړهلیک په څېر مسایل مطرح کړي دي.
له یوې خوا ټرمپ د ډیموکراټ ګوند اوسنی ولسمشر جوبایډن د ۲۰۲۱ زېږدیز کال په اګست میاشت کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو پر مهال د ګډوډۍ مسوول ګڼي او له بلې خوا هرېس ټرمپ د دوحې د هوکړې د لاسلیکولو مسوول ګڼي چې، په ۲۰۲۰ زېږدیز کال له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو او د اسلامي امارت د بیا واکمنېدو لامل شوه.
خو دغه ټاکنو او د ډونلډ ټرمپ او کاملا هرېس له منځه د امریکا د راتلونکي ولسمشر ټاکل د افغانستان لپاره څه پایلې لري؟
دا په داسې حال کې ده چې، د سې شنبې په ورځ یعنې د نومبر په پنځمه د امریکا د متحدو ایالتونو وګړي د جمهوري غوښتونکو ګوند د نوماند ډونلډ ټرمپ او د ډیموکراټ ګوند د نوماندې کاملا هرېس له منځه یو له دغو نوماندانو د امریکا د راتلونکي ولسمشر په توګه وټاکي.