اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادثبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

طا-لبان د افغانستان د امنیت په اړه د ملګرو ملتونو راپور له حقیقته لرې وبلله

دید خبرې آژانس: د طا-لبانو سرپرست حکومت د کورنيو چارو وزارت وياند عبدالمتين قانع د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د راپور په غبرګون کې ویلي، دا راپور «له حقیقته لرې »دی.

ملګرو ملتونو پرون (جمعه، د چنګاښ ۱) د افغانستان د وضعیت په اړه خپل درې میاشتنی راپور وړاندې کړ.

په دغه راپور کې راغلي چې د روان کال په وروستیو درېیو میاشتو کې په افغانستان کې ۲زره۵۰۰ امنیتي پېښې ثبت شوي چې د تېرو درو میاشتو په پرتله ۵۵ سلنه زیاتوالی ښيي.

د طا-لبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند ویلي دي چې ملګرو ملتونو د نشه يي توکو د قاچاق په تړاو ځینې جنایي پیښې هم په افغانستان کې د ناامنیو یوه برخه بللې ده.

نوموړي په یوه غږیز کليپ کې ویلي، چې ملګري ملتونه او ځینې نور بنسټونه هڅه کوي، چې د افغانستان وضعیت ناامنه وښيي.

خو د ملګرو ملتونو په راپور کې ویل شوي، چې په تېرو درېیو میاشتو کې د وسله والو نښتو شمېر له  ۷۵ څخه ۱۰۶ پېښو ته زيات شوى او په ورته وخت کې چاودنې کمې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده، د افغانستان ګاونډیو او سيمې هېوادونو په وار وار د طالبانو تر ادارې لاندې له افغانستانه د ترهګريزو ګواښونو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا