طا-لبان دې د ښځو د حقونو خلاف فرمانونه ژر تر ژره لغوه کړي
دید خبرې آژانس: د بښنې نړۍوال سازمان د امریکا څانګې په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې په افغانستان کې د طا-لبانو له لوري د ښځو او نجونو په وړاندې د بندیزونو په زیاتېدو سره د هغوی د ژوند پر ټولو برخو اغېزې شوې.
د بښنې نړۍوال سازمان د امریکا څانګې د یکشنبې په ورځ د (لړم ۱۳مه) په خپله اېکس پاڼه د طا-لبانو له لوري په افغانستان کې د ښځو او نجونو په وړاندې د تازه بندیزونو په غبرګون لیکلي،چې د طا-لبانو نور بندیزونه داسې مهال شوي، چې په افغانستان کې ښځې او نجونې د دوی د حقونو په اړه په زیاتیدونکي ډول د سختونو بریدونو سره مخ دي او دا د «ښځو او نجونو» د ژوند پر ټولو چارو اغیزې کوي.
همدارنګه د بښنې نړۍوال سازمان د امریکا څانګې وړاندې لیکلي: «ښځې د یو بل له غږ اورېدو منعه شوې، په عامه ځایونو کې ښځې له خبرو کولو وروسته، طا-لبان وايي، چې ښځې نه شي کولی په لوړ غږ قرات وکړي، چې بله ښځه یې غږ واوري.»
دغه سازمان ویلي، چې د افغانستان د اوسني چارواکو په توګه طا-لبان باید ژر تر ژره ټول هغه فرمانونه او اقدامات لغوه کړي چې د ښځو او نجونو بشري حقونه تر پښو لاندې کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې د طا-لبانو له لوري پر افغان ښځو او نجونو وروستي بندیزونه له پراخو نړۍوالو غبرګونونو سره مخ دي، خو طا-لبان وايي، چې د شریعت پر بنسټ یې افغانو مېرمنو ته ټول حقونه ورکړي دي.