طا-لبان جمهوریت حکومت د ملي امنیت افسران جاسوسۍ ته اړ باسي
دید خبرې آژانس: د تېر جمهوري نظام د ملي امنیت ریاست د یوه زندان پخوانی رییس وايي، د طا-لبانو استخبارات د ملي امنیت پخواني کارکوونکي د هغوی پر کورنیو د فشار له لارې جاسوسي ته اړباسي.
د افغانستان انترنشنال د خبر له مخې، دغه پخوانی امنیتي چارواکی وايي، چې د طا-لبانو استخباراتو له افغانستان نه بهر د ملي امنیت له ګڼو نورو افسرانو سره هم اړیکې ټینګې کړې دي.
نوموړی وايي، چې طا-لبانو ددده موټرچلوونکی، ساتونکي او ټول نږدې کسان نیولي دي.
دغه پخواني امنیتي افسر سنډې اېکسپرېس ته ویلې چې طا-لبان هڅه کوي د بریټانیا ددفاع وزارت په کمپونو کې پخوانی افغان امنیتي افسران په افغانستان کې د هغوی پر کورنیو د فشار له لارې جاسوسۍ او همکارۍ ته اړ باسي.
د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د کابل له سقوط وروسته په زرګونو افغانانان د بریټانیا د افغانانو د ځای پرځای کولو او مرستې پالیسۍ پروګرام له لارې ددغه هېواد په پوځي مرکزونو کې میشت شول.
د ملي امنیت زندان دغه پخوانی رییس چې نوم یې نه دی په ډاګه شوی، وايي، لندن ته د هغه او د نوموړي د مېرمنې له لېږد وروسته د طالبانو د استخباراتو مامورانو دوی ته ګواښناک پیغامونه استولي دي.
دغه د دریو بچیانو پلار، چې کابل ته د طا-لبانو له را ستنېدو اووه میاشتې وړاندې له افغانستان نه وتلی، سنډې اېکسپرېس ته وویل چې طا-لبانو دده د کورنۍ غړي او خپلوان د پلټنو او ګروېږنو لپاره نیولي او ګواښلي چې له ده سره اړیکه ونیسي.
د ملي امنیت دغه پخوانی چارواکی وايي، چې ۲۸ کلن زوی یې ددولتي موټر د چلونې په تور طا-لبانو زندان ته اچولی و اوسږ کال یې رشوت ورکړ چې له زندان نه خوشي شي.
هغه وايي« د طا-لبانو استخباراتو څو ځله اړیکه راسره نیولې ده، هغوی مې ګواښي. هغوی زما زوی او د کورنۍ نور غړي ګواښلي دي».
نوموړی زیاتوي، « د طا-لبانو له خوا ګڼ ګواښونه دي. هغوی وايي چې تاسره کار لرو، چیرې اوسېږئ، څو پوښتنې درنه لرم؟ وسلې چېرته دي، تاسې د جمهوري حکومت مامور وئ، موږ ستا په لټه کې وو، له موږ سره ستا نوره همکاري چېرې ده؟».
دغه پخوانی امنیتي مامور وايي، طا-لبان غواړي دده له لارې نور هغه جنرالان او افسران ومومي چې ده کار ورسره کړی. د نوموړي په باور، د ملي امنیت له ګڼو نورو افسرانو سره چې بهر ته لېږدول شوي، طا-لبانو اړیکې ټینګې کړې دي.
طا-لبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو په تېرو دریو کلونو کې دغه ډله د ملي امنیت او افغان ملي اردو د پخوانیو سرتېرو په تعقیب، نیولو او په یو شمېر پېښو کې د هغوی په وژلو تورنه شوې ده.