اسلایدشوافغانستاناقتصاد او پراختیابرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

طا-لبان: تېر کال مو له شپږ لکه ډېرو بېوزلو کسانو سره مو مرسته کړی دي

دید خبرې آژانس: د طا-لبانو د شهیدانو او معلولانو چارو وزارت چارواکو د خپل کلنې راپور پر مهال وویل، چې په تېر یوه کال کې یې (۶۱۲۰۸۸) کونډو، یتیمانو او معلولانو ته، ۱۵ میلیارده، ۴۰۷ میلیونه، ۳۸۲ زره او ۷۰۸ افغانۍ میاشتني معاشونه د بانک له لارې ورکړي دي.

دغه وزارت وايي، د تېر حکومت د نظامیانو یو لک او ۲۲ زره کونډې، یتیمان او معلولان هم ورسره ثبت دي او هره میاشت د بانکي سیسټم له لارې ورته میاشتني نغدي امتیازونه ورکوي.

د طا-لبانو د شهیدانو او معلولانو چارو وزارت مرستیال عبدالحکیم حقاني د چهارشنبې په ورځ د (زمري ۳۱مه) د خپل کلنې راپور د وړاندې کولو پر مهال وویل، چې په تېر یوه کال کې یې (۶۱۲۰۸۸) کونډو، یتیمانو او معلولانو ته، ۱۵ میلیارده، ۴۰۷ میلیونه، ۳۸۲ زره او ۷۰۸ افغانۍ میاشتني معاشونه د بانک له لاري ورکړي دي.

ښاغلی حقاني وايي: «د خیریه موسسو له‌خوا له ۸۹۴۴۲ کونډو، یتیمانو او معلولانو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې هم شوې دي.»

نوموړی زیاتوي د مرستو راټولو په موخه یې د کونډو، یتیمانو معلولانو د ملاتړ صندوق ی هم جوړ کړی دی.

د طا-لبانو د شهیدانو او معلولانو چارو وزارت د خپل کلني راپور پر مهال وویل، د دوی له لوري په ټول هېواد کې له یو لک او ۱۸ زرو څخه زیات د یتیمانو کورنۍ ورسره ثبت دي.

نوموړی وايي، په یادو کورنیو کې د طا-لبانو، ملکي وګړو او د تېر حکومت د نظامیانو د یتیمانو کورنۍ هم شاملې دي.

ښاغلی حقاني وايي، د درې لکه او ۶۹ زره یتیمانو له جملې څخه یو لک او ۶۳ زره نجونې او دوه لکه او شپږ زره یتیمان هلکان دي.

همدارنګه نوموړی زیاتوي، چې دمګړۍ له ټول هېواده له دوی سره ۹۴ زره کونډې ثبت دي.

د حقاني د معلوماتو له مخې، یو لک ۶۷ زره کونډې، یتیمان او معلولان د طا-لبانو اړوند دي.

درې لکه او ۶۳ زره کونډې یتیمان او معلولان د ملکي وګړو ورسره ثبت دي او همدارنګه یو لک او ۲۲ زره کونډې، یتیمان او معلولان د تېر حکومت اړوند ورسره ثبت دي.

نوموړی وايي، هره میاشت یادو ثبت شویو کونډو، یتیمانو او معلولانو ته د بانکي سیسټم له لارې پيسي ورکړل کیږي.

که څه د طا-لبانو د شهیدانو او معلولانو چارو وزارت وايي، د راجسټر شویو کونډو، یتیمانو او معلولانو له جملې څخه یې د تصفیې د کمیسیون له لوري ۲۸ زره غیر مستحق کسان ایستلي دي خو پر یاد وزارت داسې نیوکې هم شته چې کونډو، یتیمانو او معلولانو ته د میاشتني امتیازونو د ورکړې په برخه کې پراخ فساد روان دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا