اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادثبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

طا-لبان: بندیان شکنجه نه، بلکې اصلاح کوو

دید خبرې آژانس: د طا-لبانو په بندخونو کې د چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال وایي، چې یاده ډله په بندخونو کې د بندیانو د شکنجې نه، بلکې د دوی د اصلاح په اړه فکر کوي.

دغې ادارې د چهارشنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۷مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې بندیان باید په اسلامي فکر او روحیې وروزل شي.

د طا-لبانو په بندخونو کې د چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال حبیب الله بدر په داسې حال کې دا څرګندونې کوي، چې د یادې ډلې له بندخونو د لسګونو فعالینو، خبریالانو او د تېر نظام د سرتېرو د شکنجو او ځورولو راپورونه خپریږي.

بدر نن یوې ناستې ته په خبرو کې ویلي، چې د هېواد په بندخونو باید بندیانو ته د ښوونې او روزنې برخې ته پاملرنه وشي او د هغو بندیانو چې عمرونه یې ډېر دي، تر نورو هغو ورسره ډېر ښه چلند وکړي.

نوموړي دغه راز له بندیانو سره د ښه چلند ترڅنګ د هغوی شرعي او انساني حقوقونو ته هم پر جدي پاملرنې ټینګار وکړ.

افغانستان انټرنشنل رسنې د غوايي په ۱۳مه د څرخي‌پله بندخونې د وضعیت په اړه په یوه ځانګړي راپور کې لیکلي و، چې طا-لبانو لسګونه سیاسي بندیان په ځانګړې ډول د پنجشېر او شمالي اوسېدونکي وهلي او ځورولي دي.

سرچینو دا هم ویلي وو، چې لا هم طا-لبانو د بندیانو له ځورولو لاس نه دی اخیستی.

له دې سره، د بنديانو کورنیو هم په ځلونو ویلي، چې له دوى سره د طا-لبانو چلند ډېر بد او له تاوتريخوالي ډک دى.

طا-لبانو د عمومي عفوې یا بښنې له اعلان سره – سره په لسګونو پخواني سرتېري، د ښځو د حقونو فعالانې او یو شمېر خبریالان بندیان کړي او په بېلابېلو لارو یې په زندانونو کې شکنجه کړي دي.

د طا-لبانو تر ځورولو لاندې د بندیانو د وژلو په اړه هم ځینې راپورونه خپاره شوي دي؛ خو طا-لبان یې ردوي.

د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانو هم چې د طا-لبانو له بندخونو ازادې شوې دي، په دې وروستیو کې د یادې ډلې له بندخونو هغه رازونه افشا کړل، چې دوی ورسره مخامخ شوې وې.

د یادولو ده، پر ښځینه بندیانو جنسي تیری، بدني سزاګانې او دې ورته پیښې له پراخو بشري غبرګونو سره مخ شوی دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا