اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

طا-لبان: ایران زمونږ سره مرسته وکړی

دید خبرې آژانس: د سرپرست حکومت د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مرستیال وايي، نشه يي توکي له ایرانه افغانستان ته قاچاق کېږي او په وینا یې تهران باید له هغه مخنیوی وکړي.

عبدالحق اخند همکار زیاتوي، اسلامي امارت په پوره جدیت سره د نشه يي توکو پر وړاندې مبارزه کوي او په وینا یې نړۍوالې ټولنې ته نه ښايي چې، په دې برخه کې افغانستان هېر کړي.

د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مرستیال، عبدالحق اخند همکار وايي: زموږ امید دی چې کومې وعدې دوی له موږ سره وکړې دا به عملي کړي. ځکه د نشه يي توکو له امله چې کومې ستونزې جوړې دي، له دې یوازې افغانستان نه کړیږي، بلکې زموږ ګاونډي او ټوله نړۍ ترې زیان ویني.

د ایران د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې ادارې مرستیال په مشرۍ کابل ته راغلي پلاوي په افغانستان کې له نشه يي توکو سره له شوې مبارزې هرکلی وکړ.

محمد زارعي د اسلامي امارت له چارواکو سره په لیدنه کې وايي، ایران له اسلامي امارت سره د نشه يي توکو پرضد مبارزې کې هراړخیزه همکارۍ کوي.

د ایران د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې ادارې مرستیال، محمد زارعي وايي: په ورته وخت کې یو شمېر شنوونکي د نشه يي توکو کښت، قاچاق او کار او بار د مخنیوي لپاره پر ګډې همکارۍ ټینګار کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت ویلي و، د اسلامي امارت له بیا واک ته رسېدو راهیسې يې په هېواد کې د نشه يي توکو ۱۲۵۰ لويې او وړې د پروسس کارخونې له منځه وړې دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا