طا-لبان: افغان طا-لبان د پاکستان په نا امنۍ کې لاس نه لري
دید خبرې آژانس: د پاکستان لپاره د طا-لبانو سفیر سردار احمد شکیب ویلي، چې د طا-لبانو حکومت د پاکستان په نا امنه کېدو کې لاس نه لري.
تر دې وړاندې د پاکستان پوځي او حکومتي مشرانو دعوې کړې وې چې پاکستان کې نا امني له افغانستانه پلان کیږي.
په اسلام اباد کې د سيمه ييزو مطالعاتو انسټيټيوټ په يوه سيمينار کې د وینا پر مهال د طا-لبانو سفير سردار احمد شکیب ويلي، چې د طا-لبانو حکومت د پاکستان په نا امنه کېدو کې لاس نه لري او هغه وسله وال چې له ډیورنډ کرښې اوړي رااوړي په دوی پورې اړه نه لري.
هغه په خپله وینا کې ویلي: «موږ په پاکستان کې نا امني او بې ثباتي نه غواړو ځکه چې دا زموږ دویم کور دی.»
په افغانستان کې د پاکستاني طا-لبانو د شتوالي په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې د طا-لبانو سفير په دغه سیمینار کې ویلي، چې دا موضوع نوې نه ده او هڅه به وکړي چې د خبرو اترو له لارې دې موضوع ته د حل لاره پيدا کړي.
د پاکستاني چارواکو له لوري په دغه هیواد کې د نا امنۍ د نورو پېښو تر څنګ د پاکستان کورنیو چارو وزیر او له ترهګرۍ سره د مبارزې د برخې مشر په تېره غبرګولي میاشت کې په لاهور کې یوې رسنیزې غونډې ته ویلي و، چې په خیبرپښتونخوا کې پر چینايي انجینیرانو برید د ټي ټي پي وسله والو کړی او دغه برید په افغانستان کې د طا-لبانو حکومت په پلان او ملاتړ ترسره شوی.
د روان لمریز کال په سر کې د خیبرپښتونخوا د شانګلې په بشام کې د یوه ځانمرګي برید له امله پنځه چینایي انجنیران ووژل او یو شمېر نور ټپيان شول، په دغې پېښه کې بریدګر خپل موټربم ته د هغو چینایي انجنیرانو له موټر سره نږدې چاودنه ورکړه، چې داسو بند ته روان و.