طا-لبانو یوه دیني مدرسه د یحیی سنوار په نوم ونوموله
دید خبرې آژانس: طا-لبانو د غور ولایت د شهرک په ولسوالۍ کې یوه دیني-جهادي مدرسه د حماس د پخواني مشر یحیی سنوار په نوم ونوموله.
طا-لب چارواکي محمد جلال وویل، دغه ګام د غزې د خلکو سره د پیوستون او د راتلونکو نسلونو لپاره د حماس د مشرانو د سرښېندنو د ژوندي ساتلو ښکارندویي کوي.
محمد جلال د طا-لبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني او حقاني شبکې ته نږدې کس دی. هغه د د یحیی سنوار په نوم د دغې مدرسې د نومولو په تړاو په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې دغه کار یې د غزې له خلکو سره د پیوستون او د حماس د مشرانو د «سرښیندنو» په موخه کړی دی.
هغه دا رنګه لیکلي، چې یحیی سنوار د فلسطیني ماشومانو لپاره الهام بخښونکې څېره ده او په افغانستان کې د یوې مدرسې نومول د راتلونکو نسلونو لپاره ښه درس دی.
په غور ولایت کې سرچېنو ویلي، چې په پنجشېر کې د طا-لبانو د استخباراتو یو چارواکي رحمت الله هجرت په ۱۴۰۲ کال کې دغه مدرسه په خپل نامه د غور د شهرک په ولسوالۍ کې جوړه کړې وه.
سرچېنې وایي، دمګړۍ په دغه مدرسه کې ۵۰۰ طا-لبان په زدهکړو بوخت دي.
د مدرسو په جوړولو د دیني بنسټ پالنې په اړه اندېښنې
طا-لبانو په تېرو درېیو کالو کې له یوې خوا له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو پر زدهکړو بندیز لګولی، له بله پلوه یې په افغانستان کې زرګونه مدرسې جوړې کړې دي.
د طا-لبانو د پوهنې وزارت د دیني مدرسو شمېر ۲۱ زره او ۲۵۷ یادوي.
د دغه وزارت د شمېرو له مخې، ټول ټال درې مېلیونه طا-لبان په دغو مدرسو کې زدهکړې کوي. طا-لبانو دا رنګه په افغانستان کې د ټولو دولتي او خصوصي ښونځیو شمېر ۱۸ زره او ۳۳۷ ښيي.
کارپوهان وایي، طا-لبان په دغو مدرسو کې ماشومانو ته د بنسټ پالنې زدهکړې ورکوي، چې د دوی له نظره دغه کار د افغانستان د راتلونکي لپاره ډېر خطرناک دی.
طا-لبانو د دیني مدرسو د جوړولو تر څنګ د پوهنې او لوړو زدهکړو په نظام او نصاب کې هم ژور بدلونونه راوستي دي، دیني مضمونونه یې زیات کړي او تخصصي مضمونونه یې لرې کړي دي.
«د طا–لبانو او حماس ګډ ارمان»
سره له دې چې د اسراییل سره د حماس د جګړې او په افغانستان کې د طا-لبانو تاوتریخوالی سره توپیر لري؛ خو دغه دواړه ډلې یو بل ته الهام بخښونکې دي، طا-لبان وایي له حماس ډلې سره ګډ ارمانونه لري.
په افغانستان کې د طا-لبانو له واکمنېدو وروسته، د حماس پخواني مشر اسماعیل هنیه د طا-لبانو ستاینه وکړه او هغه یې «د امریکا پر واندې د دغې ډلې ستر بری» یاد کړی و.
هنیه د طا-لبانو د بهرنیو چارو وزیر سره په خبرو کې هیله څرګنده کړې وه، چې طا-لبان به وتوانېږي «د خپلو فلسطیني ورونو څخه ملاتړ وکړي او د اورشلیم په ازادولو کې به د هغوی سره مرسته او همکاري وکړي.»
طا-لبانو په وروستیو میاشتو کې د کابل او د افغانستان د نورو ولایتونو په بېلابېلو برخو کې د «بیت المقدس» جومات ته ورته د دغه جومات بېلګې جوړې کړي دي.