طا-لبانو په کونړ کې د شپږو ولسوالیو ارزونه کړې ده
دید خبرې آژانس: د طا-لبانو سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت وايي، چې د دغې ډلې یوه پلاوي په کونړ کې ډیورنډ کرښې ته څېرمه د شپږو ولسوالیو ارزونه کړې. طا-لبانو د ملا هبتالله له سپارښتنې وروسته پر ډیورنډ کرښه پرتو ولایتونو ته سفرونه پیل کړي خو هدف یې څرګند نه دی.
د طا-لبانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت نن دوشنبه د (لړم ۱۴مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دغې ډلې د قبایلو چارو وزارت د سرحدونو د پلټنې ادارې مشر غلام صدیق سباوون د یوه پلاوي په مشرۍ په کونړ کې ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د شپږو ولسوالیو ارزونه کړې ده.
دوه میاشتې وړاندې د طا-لبانو مشر ملا هبتالله اړوند ادارو ته سپارښتنه کړې وه چې د افغانستان پر سرحدونو پرتو ولایتونو او ډیورنډ کرښې په اوږدو کې دې ولسونو ته په بیلابیلو برخو کې لومړنۍ اسانتیاوې او خدمتونه وړاندې کړي خو لا هم نه ده څرګنده چې طا-لبان په دغې ارزونه کې نور کوم هدفونه څاري.
تر دې مخکې هم د طا-لبانو دغه پلاوي د پکتیکا، لوګر، خوست او بدخشان ولایتونو سرحدي پولې او د ډیورنډ فرضي کرښې څارنه او ارزونه کړې وه چې تازه یې د کونړ د ناړۍ، شیګل، دانګام، مرورې، سرګاڼو او خاص کونړ ولسوالیو په اوږدو کې له ډیورنډ فرضي کرښې (۱۵۹.۷۷۹) کیلومتره سیمې لیدنه کړې.
واک ته د طا-لبانو له رسیدو وروسته د تېرو څه باندې درېیو کلونو په اوږدو کې د طا-لبانو او پاکستاني پوله ساتو تر منځ څو ځله پر ډیورنډ کرښه نښتې شوې چې ځینې ورته د شک په سترګه ګوري او وايي داسې نښتې د پام اړولو په نیت نمایشي جګړې دي.
پاکستاني چارواکي ادعا کوي چې د ټي ټي پي تر ټولو ډېر جنګیالي د کونړ ولایت ډیورنډ کرښې ته څیرمه په ولسوالیو کې مېشت دي او له هغه ځایه د پښتونخوا باجوړ ته اوړي او بیا پر پاکستاني امنیتي ځواکونو بریدونه کوي.