اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادثتر تولو مشهورروستي خبرونه

طا-لبانو په کندهار کې یو خبریال د درېيم ځل نیولو وروسته عمومي زندان ته لېږلی

دید خبرې آژانس: په کندهار کې د خبريالانو، مدني فعالانو او ځوانانو د نيونو په دوام طا-لبانو د درېيم ځل لپاره ازاد خبريال محمديار مجروح نیولی او عمومي زندان ته یې لېږلی.

سرچينې زياتوي، چې طا-لبانو دغه خبريال له تحقیقاتو پرته زندانۍ کړی دی.

له کندهار څخه سرچينو وايي چې څو ورځي وړاندې طا-لب استخباراتو ازاد خبريال محمديار مجروح د نامعلوم دلیل له مخي نیولی.

که څه هم د دغه خبريال کورنۍ د طا-لبانو د ګواښونو له کبله له خبرو کولو منع شوې؛ خو د مجروح نږدې دوستان وایي، چې هغه اوس مهال د کندهار په مرکزي زندان کې دی.

سرچينه زياتوي، چې دغه خبريال د کندهار تميز محکمې د امر له مخې نيول شوی او زندان ته وړل شوی دی.

د هغه دوستان زياتوي: «تر اوسه خپله مجروح هم د قضيې او نيوني په اړه معلومات نه لري، چې پر څه زنداني شوی دی.»

محمدیار مجروح مخکې په سوېلي حوزه کې د طلوع تلویزیون خبريال و او هغه مهال هم دوه ځلې د طا-لبانو له لورې نیول شوی و.

نوموړی په وروستي ځل شاوخوا یوه اونۍ طا-لبانو زنداني کړی و او له خوشې کېدو وروسته يې له طلوع تلویزیون سره دنده پرېښوده.

نوموړی اوس په کندهار کې ازاد خبريال و او د خبريالانو ملاتړ يوې ټولنې سره يې هم کار کاوه.

پر افغانستان د طا-لبانو له واکمنۍ وروسته دې ډلې پر رسنيو او خبريالانو سخت بنديزونه لګولي او چا ته اجازه نه ورکوي، چې تر ډېره د خلکو ستونزې او غوښتنې انعکاس شي.

د خبریالانو او مدني فعالانو په ګډون ډېر هغه کسان بندیان شوي هم دي، چې د طالبانو د حکومت پر پالیسۍ یې نیوکې کولې.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا