اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبټولنه

طا-لبانو په کابل کې د ښځینه واکسیناتورانو مخه نیولې ده

دید خبرې آژانس: په کابل کې ځینو ښځینه واکسیناتورانو ویلی ده چې د طا-لبانو د ګوزڼ ضد واکسین کور په کور کمپاین کې د دوی مخه نیولې ده.

دوی وايي د طا-لبانو عامې روغتیا وزارت ورته ویلي، واکسیناتورې باید ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین د ور کولو پرمهال محرم او حجاب ولري.

د کابل په کارته نو کې ځینو واکسیناتورو نن سې شنبې په ورځ « وږي ۲۰مه» افغانستان انټرنشنل ته ویلی چې شاوخوا دوه نیم سوه واکسیناتورې روغتیايي مرکز ته راټولې شوې وې، چې د کابل په بېلابیلو سیمو کې د ګوزڼ ضد واکسین کور په کور کمپاین کې برخه واخلي؛ خو د طا-لبانو د عامې روغتیا وزارت د کار د پیل اجازه نه ده ورکړې.

د ځینو واکسیناتورو په وینا، طا-لبانو ځینې شرایط وړاندې کړي دي.

په دغو شرایطو کې له واکسیناتورو سره د کار پرمهال محرم او حجاب جبري بلل شوي دي.

دوی زیاتوي طا-لبانو ورته ویلي چې د کور په کور کمپاین پرځای دې په جوماتونو کې ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین وشي.

په کابل کې یوه واکسیناتوره وايي « مونږه اقتصادي مشکلات لرو، طا-لبان د کار اجازه نه را کوي او بلخوا به د طا-لبانو له بندیزونو سره ډېری ماشومان د ګوزڼ ضد واکسین څخه پاتې شي»

تر اوسه طا-لبانو په رسمي ډول د واکسیناتورو د فعالیت بندولو او یا هم د تازه شرایطو په اړه څه نه دي ویلي.

خو تر دې پرمختیا څو اونۍ مخکې د طالبانو د امربالمعروف نوي قانون کې د ښځې غږ «عورت» ګڼل شوی دی.

له کلونو راهسې افغانستان د واکیسناتورو له کمښت سره مخ دی او د طا-لبانو له نويو شرایطو سره به دا ستونزه نوره هم پسې زیاته شي.

د نهو کسانو پولیو کېدل

له بل پلوه په روان کال کې په افغانستان کې د پولیو تازه نهه مثبتې پېښې ثبتې شوې دي.

همدا تېره میاشت (د چنګاښ په ۱۹مه) په افغانستان کې د ګوزڼ ناروغۍ ضد کمپاین له پیل سره هم‌مهاله، په کندهار ولایت کې چارواکو د پولیو د دریو مثبتو پېښو خبر ورکړی و.

د نویو پېښو د زیاتېدو یو لامل یې هم د واکسین په مخ کې خنډونه بلل کېږي.

د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزي «د وږي ۱۷مه» له طا-لبانو وغوښتل چې دغه ستونزه حل کړي.

حامد کرزي په اېکس پیغام کې لیکلي و، چې په هېواد کې د روغتیا په برخه کې د جدي ستونزو لامل د علم او زدکړې د کچې ټیټوالی دی.

افغانستان او پاکستان په نړۍ کې هغه دوه هېوادونه دي، چې لاهم د پولیو ناروغۍ پېښې په کې وخت ناوخته لیدل کیږي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا