اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

طا-لبانو په کابل کې د عبدالعلي مزاري مجسمه «تخريب» کړې

دید خبرې آژانس: طا-لبانو په کابل کې د پل سوخته  په څلور لارې کې د افغانستان د اسلامي وحدت ګوند د پخواني مشر عبدالعلي مزاري مجسمه «تخريب کړې» ده.

ځایي اوسیدونکي وايي چې طا-لبانو غړو د جمعې په شپه (د چنګاښ په ۱۵ مه) دغه مجسمه «تخريب» کړې ده.

د سیمې اوسېدونکي وايي، طا-لبانو لومړی د عبدالعلي مزاري او د هغه د ملګرو د مجسمې مخ په برمې وتراشله او بیا یې پرې ګج وپاشه.

د یادولو وړ ده، چې د عبدالعلي مزاري او د هغه د څو تنو ملګرو مجسمه د «شهيد مزاري» په نوم څلورلاري کې جوړه شوې وه.

دا په داسې حال کې ده، چې طا-لبانو تر دې مخکې د شاه امان الله خان انځور چې د غازي او له انګلستان څخه د افغانستان د خپلواکۍ اخیستونکي په توګه پیژندل شوی وو، او د پښتنو مشر عبدالغفار خان عکس یې هم د تورخم له دروازې لرې کړ او پرځاى يې خپل بېرغونه پورته کړل.

د هېواد یو شمېر اوسېدونکي د طالبانو دغه کړنې د هېواد له ملي نښانونو، د تاريخي شخصیتونو، فرهنګ او تاریخ سره دښمني بولي او وايي چې طا-لبان د هېواد د ملي سمبولونو د له منځه وړلو په لټه کې دي.

له بلې خوا دغه هېوادوال وايي، دغه سمبولونه او شخصيتونه د هېواد په تاريخ کې د افغان ولس د زړورتيا او سرښندنو يادونه ده او د هغوى له منځه وړل د هېواد له تاريخ سره دښمني ده.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا