اسلایدشوافغانستاناقتصاد او پراختیابرگزیدهتر تولو مشهورمهم مطالب

طا-لبانو په هلمند کې صرافیان تړلې دی

دید خبرې آژانس: د طا-لبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک له‌خوا جوړې شوې کمیټې د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د شهزاده صرافانو په مارکېټ کې د جواز نه لرلو له امله یوشمېر صرافۍ وتړلې.

طا-لبانو تر دې یوه اونۍ وړاندې په لښکرګاه ښار کې هم ۷۹ صرافۍ د جواز نه لرلو له امله تړلې وې.

تر دې وړاندې (د چنګاښ په ۱۸مه) د طا-لبانو ګډې کمېټې او د صرافانو ټولنې د کابل په شهزاده سرای کې د ګرځنده او بې جوازه صرافيو پر فعالیت د یوې لیکلې خبرتیا له لارې بنديز ولګاوه.

خو په ټوله کې دغه لړۍ (د چنګاښ په ۱۷مه) د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې د طا-لبانو له‌خوا د صرافۍ مارکېټ د هغو هټیو په تړل کېدو سره پیل شوه، چې د مرکزي بانک جوازونه یې نه لرل.

د طا-لبانو د دغه کار په غبرګون کې جواز لرونکو صرافانو هم خپلې هټۍ وتړلې، چې هلته د ټولو تړل شویو صرافیو شمېر تر ۴۰۰ ورسېد.

له بل پلوه په ګرشک ولسوالۍ کې د دغو صرافیو له تړل کېدو وروسته د جوړې شوې کمېټې مشر فاروقي اغا ټولو صرافانو ته وویل، له دې وروسته ټول باید خپل جوازونه نوي کړي چې بیاځلې څارنه کې یې صرافۍ ونه تړل شي.

هغه ویلي، د ټولو صرافیو چارې باید د اصولو او مقرراتو له مخې ترسره شي.

د هغه په وینا، دغه کمېټه دنده لري چې په ناقانونه توګه فعاله صرافیو ته اصولي لارې چارې وپلټي.

له بل پلوه بیا په کابل او ولایتونو کې صرافان وايي، چې مرکزي بانک د هر جواز په بدل کې «لس مېلیونه افغانۍ د ضمانت په ډول» غواړي چې ډېری صرافان د دومره پیسو ورکولو وس نه لري.

یو شمېر صرافان دا هم وايي، چې طا-لبان غواړي په دې توګه له صرافیو د پرېمانه مالیې په تر لاسه کولو سره، خپلې حکومتي چارې پر مخ یوسي او هم د خپلې ډلې د ملګرو لپاره تنخوا او میاشتیني لګښتونه پوره کړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا