اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورحکومتروستي خبرونهسیاست

طا-لبانو په مشهد کې افغان جنرال قونسل له کاره لیرې او کابل ته ورغوښتی

دید خبرې آژانس: طا-لبان وايي، په مشهد چې د افغانستان جنرال قونسل تر پنځه کلن ماموریت وروسته له کاره لیرې او کابل ته غوښتل شوی دی.

د طا-لبانو د بهرنیو چارو وزارت پرون په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د عبدالجابر انصار د دندې ختمېدل په ډیپلوماټیکو او قونسلي چارو کې د ویانا د کنوانسیونونو مطابق عمل دی.

په اعلامیه کې د اسنادو او شواهدو له وړاندې کولو پرته، انصار په خپلو کارونو کې د شفافیت په نه شتون او د قونسلګرۍ د عوایدو په ټولولو او خلکو ته د قونسلي خدماتو پر وړاندې کولو کې په غیرمسوولانه دخالت تورن شوی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند تېره پنجشنبه ویلي وو، تهران د طا-لبانو د بهرنیو چارو وزارت له چارواکو تمه لري چې په مشهد کې د افغان قونسلګرۍ د کارکوونکو هر ډول بدلون او تبدیلي د منل شویو نړیوالو میتودونو پر اساس وکړي.

په راپورونو کې ویل شوي وو چې په مشهد کې د افغانستان د پخواني حکومت جنرال قونسل عبدالجابر انصار د طا-لبانو له خوا له دندې ګوښه شوی او پرځای یې بل کس ټاکل شوی دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا