اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

طا-لبانو په لغمان ولایت کې د «کاوون غږ» راډیو تړلې ده

دید خبرې آژانس: د افغانستان د خبریالانو مرکز وایی چې طا-لبانو په لغمان ولايت کې د کاوون سيمه ييزې راډيو دروازه تړلې ده.

د افغانستان د خبریالانو مرکز راپور له مخې په لغمان کې د طا-لبانو استخباراتو ددې راډيو کارکوونکو ته ویلي چې د راډیو  ودانۍ او تجهیزات يې د دولت ملکیت دی او هر هغه څه چې ددې رسنۍ په نوم دي «ضبط» به شي.

دغه بنسټ د اندېښنه په څرګندولو له «قيد او شرط پرته» د دغه رسنۍ د بیا پرانستلو غوښتنه کړې ده.

په راپور کې ویل شوي، چې د طا-لبانو استخباراتو د سیمه ییزې ادارې د یوه استازي او د اطلاعاتو او کلتور ریاست په حضور کې د دې سیمه ییزې راډیو دروازه وتړله.

د يادونې وړ ده، چې طا-لبانو د غبرګولي په څلرويشتمه ياده رسنۍ تړلې ده.

خو د افغانستان د خبريالانو  مرکز په راپور کې راغلي، چې د کاوون غږ  رادیو رئیس د طا-لبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت ته د هغوی د استخباراتي ادارې د کړنو په اړه شکایت کړی دی؛ خو د دې راډيو له بندېدو درې اونۍ وروسته هم، د هغې د بیا پرانستلو هڅې بې پایلې وې.

د کاوون غږ راډیو مدیر انقلابي یوسفزي ويلي، «دا راډیو په ۲۰۰۵ کال کې د انټرنیوز په مالي مرسته چې يو نړيواله موسسه ده، د لغمان ولایت په مرکز مهترلام کې تاسیس شوه.» د انټرنیوز په مالي مرسته د راډیو لپاره اړین وسایل وپېرل شول او له سیمه ییزې ادارې سره د هوکړې له مخې ورته یوه ټوټه ځمکه ځانګړې شوه او د راډیو لپاره یو پوړیزه ودانۍ جوړه شوه.”

په همدې حال کې په لغمان کې د طا-لبانو په سیمه ییزه اداره کې یوې سرچینې د افغانستان د خبريالانو مرکز ته ويلي، چې د دوی د استخباراتو له خوا د راډیو بندول یو موقتي اقدام دى او دا راډیو د« بيت المال» ده  (دولت پورې اړه لري) نو ډېر ژر به يې د اداره کولو څرنګوالي او د بیا پیلولو په اړه پرېکړه وشي.

دا په داسې حال کې ده، چې طا-لبانو د افغانستان په غږیزو، چاپي او انلاین رسنیو باندې له واک ته د رسیدو راهیسې سخت سانسور او بنديزونه لګولي دي.

د راپور پر بنسټ په افغانستان کې د طا-لبانو د بيا واک ته رسېدو راهيسې لسګونه غږیزې، چاپي او انلاین رسنۍ تړل شوې دي.

په ځینو مواردو کې د دوى د استخباراتي ادارو په ګډون د طا-لبانو ادارو په هېواد کې د یو شمېر رسنیو دروازې تړلې دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا