اسلایدشوافغانستاناقتصاد او پراختیابرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبټولنه

طا-لبانو په لسو ورځو کې له آمو سیند څخه ۱۳۰ زره ټنه خام تېل پلورلي دي

دید خبرې آژانس: په تیرو لسو ورځو کې طا-لبانو د آمو سيند له حوزې څخه ۱۳۰ زره ټنه خام تېل د ۷۱،۶ میلیونه ډالر په ارزښت پلورلي دي.

ویل کیږي چې طا-لبانو دغه اندازه خام تېل د پروسس لپاره پر کورنیو پانګوالو پلورلي دي.

په همدې حال کې، د دې راپور پر بنسټ، طالبان به نن د وړیا داوطلبۍ له لارې شل زره ټنه نور خام تېل هم وپلوري.

دا په داسې حال کې ده، چې  د هېواد یو شمېر ښاریان د دوی وضعیت ته په نه پاملرنې نیوکه کوي او وايي، چې شپه او ورځ هڅه کوي، چې ډوډۍ پیدا کړي. خو له ستونزو سره سره دوی کولی شي د خپلې کورنۍ غړو ته په ورځ کې یوازې د یو وخت خواړه برابر کړي.

دغه ښاريان همداراز وايي، چې ددوى لپاره د کار زمينه  محدوده ده او د بېوزلۍ له ډېرېدو ستړي شوي دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا