اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

طا-لبانو په تورخم کې د امان الله خان د انځور پر ځای خپل بیرغ لګولی دی

دید خبرې آژانس: په تورخم کې سرچینې وايي، طا-لبانو د شاه امان الله خان د انځور له خرابولو وروسته د هغه د انځور پر ځای د خپل «اسلامي امارت» بیرغ او نوم لګولی دی.

د جمعې په ورځ طا-لبانو دوه افغان موټر چلوونکي په تورخم کې د امان الله خان پر انځور د لګول شوي رنګ د پاکولو په تور بندیان کړل.

خو د شنبه په ورځ طا-لبانو دغه دوه موټر چلوونکي خوشي کړي دي.

خو نیول شوی انځورونو ښایې چې دوه کسان په تورخم ښارګوټي کې د شاه امان الله خان د لرې شوي انځور پر ځای د طا-لبانو سپین بیرغ لګوي.

شاوخوا دوه اونۍ وړاندې، په تورخم کې طا-لبانو د شاه امان الله خان او باچا خان په انځورونو تور رنګ شیندلی و.

وروسته له هغې چې په ټولنیزو شبکو کې د شاه امان الله خان دغه ویجاړ شوی انځور خپور شو، پرون دوو لاری چلوونکو هڅه وکړه چې د شاه امان الله خان پر انځور شیندل شوی رنګ پاک کړي.

له دې پېښې وروسته تمه کېده، چې طا-لبان به دغه دوه موټر چلوونکي ونيسي، چې همداسې وشول خو څو ساعته وروسته یې د خوشې کیدو خبر یې خپور شو.

په تېرو درېیو کلونو کې طا-لبانو هڅه کړې چې د افغانستان د تاریخي او ادبي شخصیتونو انځورونه له ښارونو او دولتي ودانیو له دیوالونو لرې کړي. دې ډلې کابل ته د راتګ په لومړي کال د ملي ټلویزیون په ودانۍ کې د شاه امان الله خان انځور وران کړ.

د طا-لبانو د دیني عقیدې له مخې د انسانانو او حیواناتو انځورونه اخېستل ګناه ده. د دې ډلې چارواکو د کندهار په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې د هغو بلبورډونو پر لګولو بندیز لګولی چې د انسانانو عکسونه په کې دي.

د افغانستان د واکمنۍ په لومړۍ دوره کې طا-لبانو د همدې عقیدې پر بنسټ او د دې ډلې د پخواني مشر ملا محمد عمر په امر د بودا دوه لویې مجسمې په بمونو والوزولې او ویجاړې یې کړې.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا