اسلایدشوافغانستانبرگزیدهبشری حقونهمهم مطالبټولنه

طا-لبانو په بندخونه کې پر یوې معترضې مېرمنې جنسي تیري کړی ده

دید خبرې آژانس: ګارډین ورځپاڼې په یوه راپور کې لیکې چې د طا-لبانو په بندخونه کې یې پر یوې معترضې مېرمنې د ډله ییز جنسي تیري ویډیو لیدلې ده.

په راپور کې راغلي، چې دغې رسنۍ هغه ویډیويي شواهد لیدلي، چې د بشري حقونو پر یوې فعالې د طا-لبانو په بندخونه کې ډله ییز جنسي تېری شوی او شکنجه کیږي.

د راپور له مخې؛ که څه هم د افغانستان په بندخونو کې پر ښځو او نجونو باندې د جنسي زور زیاتي راپورونه تر دې وړاندې هم ورکړل شوي و، خو دا ویډیو د دغو جرمونو د پېښېدو لومړنی مستقیم ثبوت ګڼل کېږي.

د بشري حقونو دغې فعالې ګارډین ورځپاڼې ته ویلي: «طا-لبانو پر دې د جنسي تیري پرمهال ویډیو اخیستې وه او له بند څخه یې تر خوشې کېدو وروسته ورته استولې او ګواښلې یې ده، چې تر دې وروسته د طا-لبانو ضد اعتراضونو کې برخه وانه خلي.»

د راپور له مخې؛ په دې ویډیو کې لیدل کیږي چې طا-لبان یادې مېرمنې ته وایي: «خپلې جامې وباسه او وروسته بیا د دوو کسانو له خوا پرې څو ځلې جنسي تېری کیږي او د مبایل د کمرې په واسطه ترې ویډیو اخیستل کیږي.»

د ګارډین ورځپاڼې په راپور کې دغه راز راغلي، چې یادې مېرمنې هڅه کوله څو خپل مخ پټ کړي او په ویډیو کې ښکاره نه شي، خو طا-لبانو یې لاس لېرې کړی او مجبوره کړې یې ده، چې د مبایل کمرې ته وګوري.

دغې ښځينه فعالې ګارډین ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي؛ دا ویډیو یې د طا-لبانو له لورې تر هغه وروسته ترلاسه کړې، چې له افغانستانه وتلې وه او بیا یې د طا-لبانو پر ضد خبرې کولې.

د نوموړې په وینا: «طا-لبانو ددې ویډیو په استولو سره وګواښلم چې که د طا-لبانو پرضد خبرو ته دوام ورکړم، دا ویډیو به پر ټولنیزو رسنیو کې خپره کړي.»

دغې مېرمنې ویلي، چې په کابل کې تر یوې اعتراضي غونډې وروسته د طا-لبانو له خوا نیول شوې وه.

دغه راپور په داسې حال کې د ګارډین ورځپانې له خوا خپریږي، چې دوه میاشتې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپل کلني راپور کې ویلي و، چې د افغانستان په شمالي ولایتونو؛ جوزجان، فاریاب او سمنګان کې له ۹۰ تنه زنداني مېرمنو څخه ۱۶ تنه یې د طا-لبانو له جنسي تېري وروسته مېندواره شوې دي.

دغه وزارت زیاته کړې وه، چې طالبانو لږ تر لږه ۴ مېرمنې په سمنګان ولایت کې تر جنسي تېري وروسته اعدام کړې دي.

له دې سره، په تېرو درېو کلونو کې ډېر شمېر ښځې په مرموز ډول وژل شوې دي او د دوی د مړي له پیدا کېدو وروسته په ډېریو مواردو کې دا ادعا هم شوې، چې له جنسي تیري وروسته دغه مېرمنې وژل شوې دي.

د طا-لبانو په بندخونو کې پر ښځو د جنسي تیري راپورونو کورني او بهرني اندېښنې یې زیاتې کړې دي، خو له دې سره – سره بیا طا-لبان دغه راپورونه ردوي.

د یادولو ده، چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې پر افغانستان د طا-لبانو له واکمنۍ وروسته دغې ډلې د افغانستان په ۱۴ میلیونو ښځو او نجونو باندې هغه څه تحمیل کړي، چې د بشري حقونو ډلې یې د “جنسيتي توپیر” په نوم یادوي.

طا-لبانو له درېو کلونو راهیسې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي او نور ښوونیز مرکزونه بند کړي، په دولتي ادارو کې یې د ښځو په کار کولو بندیز لګولی او پارکونو او کلپونو ته یې له تګ څخه منع کړي دي.

که څه هم د ښځو پروړاندې د طا-لبانو کړنې بشري ضد جنایت او جنسیتي توپیر بلل کیږي، خو یو شمېر افغانان هم په نړۍوالو ادارو او سازمانونو نیوکه کوي، چې دوی د طا-لبانو لخوا نیولې ده.

د دوحې درېیمه ناسته چې څو ورځې وړاندې د ملګرو ملتونو په مشرۍ د ۳۰ هېوادونو او سازمانونو د استازو په ګډون ترسره شوه، له دې ناستې څخه ښځې او د مدني ټولنې استازي و اېستل شول، چې له پراخو غبرګونونو سره مخ شو.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا