اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادثتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

طا-لبانو په بدخشان کې د یو شمېر اوسېدونکو پر کورونو بریدونه کړي دي

دید خبرې آژانس: د بدخشان سیمه ییزې سرچینې وايي، طا-لب جنګیالیو د دغه ولایت د خاش ولسوالۍ د یو شمېر اوسېدونکو پر کورونو بریدونه کړي، چې دوی یې وهلي او ټپیان کړي دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه پېښه چهارشنبه د سرطان په شپږمه د بدخشان ولايت د خاش ولسوالۍ په “کارز” کلي کې رامنځته شوې، چې وروسته د کلي اوسيدونکو له وسله والو طا-لبانو سره نښته وکړه.

ويل کيږي چې وسله وال طا-لبان په خپلسري ډول د کاريز کلي د اوسېدونکو کورونو ته ننوتلي دي.

سرچينې زياته کړه، چې د “کارز” کلي د اوسېدونکو پر کورونو د وسله والو طا-لبانو بريد له امله شخړه رامنځته شوه او د ډزو په پايله کې يو شمېر اوسېدونکي ټپيان شول.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا