اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادثتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

طا-لبانو: په افغانستان کې بهرنې ډلې شتون نلری

دید خبرې آژانس: د طا-لبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد په افغانستان کې د القاعده، پاکستاني طا-لبانو تحریک او د نورو ډلو د حضور په تړاو د ملګرو ملتونو د بندیزونو د څارنې او تحلیلي ملاتړ ډلې راپور رد کړی دی.

مجاهد ویلي چې، په هېواد کې هېڅ بهرنۍ ډله شتون نه‌لري او د دا/عش ډلې ګواښ هم په ټیټه کچه کې دی.

 نوموړی زیاتوي چې، اسلامي امارت د خپلې تګلارې له مخې هېڅ کس او ډلې ته اجازه نه‌ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي.

د طا-لبانو ویاند وویل:«د ملګرو ملتونو سازمان د راپور دا برخه چې ګواکې دا/عش په افغانستان کې یو ګواښ دی یا نورې ډلې چې، نومونه یې اخیستي دي، سم نه‌دي. لومړی دا چې، د دا/عش ګواښ ډېر ټيټ دی، ډېره دقیقه مبارزه شوې او په دې ټول پوهېږي چې، په افغانستان کې نورې بهرنۍ ډلې هم حضور نه‌لري.»

تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د بندیزونو د څارنې او تحلیلي ملاتړ ډلې په یوه راپور کې ادعا کړې چې، په افغانستان کې ترهګر سازمانونه فعالیت لري. په دغه راپور کې دغه‌راز ادعا شوې چې، دغه سازمانونه او ډلې په افغانستان کې ځواک او پناځایونه لري.

د ملګرو ملتونو د بندیزونو د څارنې او تحلیلي ملاتړ ډلې ویلي وو چې د اسلامي امارت د کابینې او مشرتابه د ۳۵ غړو په ګډون د ۶۱ جګپوړو چارواکو نومونه د نړیوالو بندیزونو په نوملړ کې دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا