اسلایدشوافغانستاناقتصاد او پراختیا

طا-لبانو له پاکستان او ازبکستان سره د اورګاډي پټلۍ تړون لاسلیک کړ

ډید خبري اژانس: د افغانستان له لارې ازبکستان له پاکستان سره د ریل پټلۍ د غځولو تړون په رسمي ډول لاسلیک شو.

د اسلام اباد، تاشکند او کابل ترمنځ د اوسپنې پټلۍ د پروژې د تړون د لاسلیک مراسم د ازبکستان د افغانستان له لارې پاکستان سره نښلول شوي وو.

د دغه هوکړه لیک په چوکاټ کې به د اورګاډي پټلۍ د ازبکستان له ترمذ ښاره تېرېږي او د مزارشریف ښار او لوګر ولایت له لارې به د پاکستان کرم سیمې ته ورسېږي.

له دې پروژې سره، چې ۷۶۰ کیلومتره اوږدوالی لري، تمه ده چې د پاکستان او ازبکستان ترمنځ د بار وړونکو ټرانسپورټ کچه به په پنځو ورځو کې کمه شي او د دواړو هېوادونو تر منځ د ټرانسپورټ لګښت به ۴۰ سلنه راکم شي.

همدارنګه د دې پروژې موخه د سیمې له سوداګرۍ او اقتصادي ودې سره مرسته ده.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا