اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

طا-لبانو له روسیې څخه د الوتکو ضد وسلو د اخیستلو راپورونه رد کړل

دید خبرې آژانس: د طا-لبانو دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي د دغه وزارت د لوژیستیک مشر عبدالبصیر صابرې له قوله د رسنیو هغه راپورونه رد کړي، چې ګواکې طا-لبان د افغانستان هوایي حریم د مهارولو لپاره تجهیزاتو ته اړتیا لري او غواړي دغه توکي له روسیې وپیري.

د طا-لبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون نن شنبه د (وږي ۱۰مه) په ایکس پاڼه د دغې ډلې د دفاع وزارت له قوله لیکلي چې د یاد وزارت د لوژستیک مشر عبدالبصیر صابرې له قوله د رسنیو هغه خپاره شوي راپورونه ناسم دي، چې ګنې د طا-لبانو حکومت د افغانستان هوایي حریم د مهارولو لپاره تجهیزاتو ته اړتیا لري او غواړي دغه تجهیزات له روسیې وپیري.

تېره ورځ جمعه افغانستان انټرنشنل د روسیې د ټاس خبري اژانس د هغې مرکې پر بنسټ راپور خپور کړی و، چې د طا-لبانو دفاع وزارت د لوژیستیک برخې مشر عبدالبصیر صابري سره یې کړې وه.

‏د ملي ټلویزیون په ایکس پاڼه د طا-لبانو دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي له قوله لیکل شوي، چې د دغه وزارت د لوژیستیک مشر عبدالبصیر صابري خبرې رسنیو ناسمې اخیستې وې. خو دا یې نه دي ویلي چې هغه له ټاس خبري اژانس سره په مرکه څه ویلي و.

د طالبانو د دفاع وزارت د لوژیستیک مشر عبدالبصیر صابري وړمه ورځ د روسیې ټاس خبري اژانس ته په مرکه کې ويلي و، چې طا-لبان غواړي د افغانستان د هوايي حریم د مهارولو لپاره له روسیې څخه دفاعي وسلې وپیري.

د روسیې د ټاس خبري اژانس د طا-لبانو دفاع وزارت ویاند د دغو خبرو په غبرګون کې لا څه نه دي ویلي.

د طا-لبانو حکومت د قطر په دوحه کې د ۲۰۱۹ کال له خبرو اترو وروسته له امریکا سره د یو شمېر پټو او څرګندو هوکړو له مخې په افغانستان کې واک ته رسیدلي خو د دې تر څنګ د امریکا له سیال هیواد روسیې سره هم پټه او څرګنده ملګرتیا کوي.

پر طا-لبانو د افغانستان پر فضا د نامعلومو الوتکو له ګرځیدو وروسته ځکه نیوکې په ډیرېدو شوې چې دغې ډلې ادعا کړې چې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ له ۱۵مې وروسته پر افغانستان بشپړ واک لري.

‏ د درېیو کلونو په تېرېدو روسیې هم د نورو هیوادونو په څېر د طا-لبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی خو له دغې ډلې سره تودې اړیکې ساتي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا