اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

طا-لبانو سنډي ګارډين ته: دکورنۍ توطئې له امله د حقاني ترور رد کړ

دید خبرې آژانس: د طا-لبانو یوې رسمي سرچینې له سنډي ګارډین ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي، چې د خلیل حقاني په ترور کې د کورنۍ توطئې هېڅ کومه نښه نه شته.

یوه طالب چارواکي ویلي، چې حقاني له کلکو امنیتي تابیاوو څخه ډډه کوله.

یو شمېر تحلیلګران بیا دغه برید د حقاني شبکې او کندهاري طا-لبانو ترمنځ کورنیو اختلافونو پورې اړوند بولي.

دا په داسې حال کې ده، چې د حقانیانو او کندهاري طا-لبانو ترمنځ په دې وروستیو کې د دولتي څوکیو او سیاسي مسایلو په ځانګړې توګه د هبت الله د سیاستونو پر سر اختلافونه زیات شوي دي.

د حقاني د ترور مسوولیت دا/عش ډلې پر غاړه اخیستی دی.

طا-لب سرچینو سنډي ګارډین ورځپاڼې ته ویلي، چې د امنیتي تابیاوو په اړه د خلیل حقاني بې پامي ځانمرګي بریدګر سره د برید مرسته وکړه.

یوې سرچینې ویلي: «خلیل‌الرحمان حقاني معمولا کلک امنیتي تدابیر نه منل، ترڅو هغه عادي خلک یې چې لیدو ته ورتلل اذیت نه شي. همدا عادت یې د دې لامل شو چې په ډېرې اسانۍ سره ترور شي.»

د طا-لبانو لپاره لوی شوک

د طا-لبانو د یوه لوړپوړي چارواکي او د حقاني د کورنۍ د کلیدي غړي ترور، هغه هم د کابل په مرکز کې دغې ډلې ته لوی شوک ورکړی دی.

طا-لبانو په وروستیو میاشتو کې د یوه امن هېواد په توګه د افغانستان د معرفي کولو لپاره ډېرې هڅې وکړې، خو دغې پېښې د طا-لبانو هڅې اغېزمنې کړي دي.

دغې هندي رسنۍ لیکلي، چې د خلیل حقاني ترور به په افغانستان کې د کار لپاره د بهرنیو وګړو او پانګوالو ترمنځ د اندېښنو د زیاتېدو لامل شي.

د یادولو ده، چې له دې پېښې مخکې د طا-لبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په یوې تبلیغاتي ویډيو کې د موټرسایکل چلولو په حال کې ولیدل شو او د نوموړي دغه اقدام د طا-لبانو تر واکمنۍ لاندې د امنیت د ټینګښت نښه بلل شوې وه.

د طا-لبانو ګوته د پاکستان خوا ته

که څه هم د طا-لبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو د وزیر خلیل الرحمان حقاني د ترور مسوولیت دا/عش ډلې پر غاړه اخیستی، خو طا-لب چارواکو هڅه کړې چې په دې پېښه کې بهرني استخبارات پړ معرفي کړي.

امیر خان متقي د حقاني د جنازې په مراسمو کې وویل: «په روان کال کې د داعش له اوو بریدونو څخه شپږ یې له افغانستانه بهر پلان شوي دي.»

نوموړي تلویحا پاکستان ته اشاره وکړه.

طا-لبانو تر دې وړاندې هم ادعا کړې وه، چې د دا/عش ډلې اډې د پاکستان په بلوچستان کې دي او دغه ډله د پاکستان د پوځ له خوا تربیه او ملاتړ یې کېږي او بیا افغانستان ته لېږل کېږي.

طا-لبانو ته د ای اس ای پیغام

د تحریک طا-لبان پاکستان مخکیني ویاند احسان الله احسان ویلي، چې که څه هم داعش ډلې د دغه برید مسوولیت منلی، خو ښایي دا عملیات د پاکستان د پوځ او ای اس ای په همغږۍ شوی وي

نوموړي ویلي: «داعش ډله د پاکستان له پوځ او افسرانو سره نږدې اړیکې لري.»

د احسان په وینا، له طالبانو څخه د پاکستاني چارواکو نارضایتي له دې امله ده، چې چې د افغانستان او پاکستان په پولو کې د تحریک طالبان پاکستان په مهارولو کې همکاري نه کوي او ښایي دا هم د دې برید لپاره انګیزه وي.

نوموړی دغه برید طالبانو ته د ای اس ای د خبرداري په توګه ګڼي.

که څه هم تر اوسه کومې معتبرې سرچینې د داعش او د پاکستان د استخباراتو همکاري تایید کړې نه ده، خو طالبان او ملاتړي یې تصور کوي، چې پاکستان پر دغې ډلې د فشار په موخه له داعش سره همکاري کوي.

پاکستاني چارواکو تل ویلي، چې د تحریک طالبان پاکستان غړو د افغانستان په ختیځو ولایتونو لکه کونړ، خوست، پکتیا، ننګرهار او پکتیکا کې مېشت شوي او د افغان طالبانو ملاتړ له ځان سره لري.

له دې سره، د پاکستان پوځ بیا څو ځلې د افغانستان په خاوره هوایي بریدونه کړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د تحریک طالبان پاکستان یو کلیدي او مهم قومندان په کونړ ولایت کې ووژل شو.

طالبانو بیا په ځلونو دغه ادعاوې رد کړي دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا