اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

طا-لبانو د یوې افغان ښځینه خبریال پلار وهلى

دید خبرې آژانس: یوې افغانې ښځینه خبریالې شبنم خان دوران له بریټانوۍ «انډیپنډنټ» ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي چې طا-لبانو د هغې کورنۍ ته د مرګ ګواښونه کړي او پلار یې هم وهلی دی.

يادې خبریالې زیاته کړه چې طا-لبانو د هغه پلار دومره ووهلو چې سر یې وینې او لاسونه او پښې یې ماتې شوې.

هغه زیاتوي چې په دې وروستیو کې طالبانو د هغې کورنۍ ځورولې چې له امله یې پټېدو ته اړ شوې ده.

آغلې دوران ويلي چې طا-لبانو هغې ته اخطار ورکړی چې «د دوی ننګول پرېږدي» که نه نو مور او پلار به یې ووژني.

شبنم خان دوران اوس له خپلو دوو کوچنیو خویندو سره په بریتانیا کې ژوند کوي او پلار یې د پخواني افغان حکومت پوځ پیلوټ دی.

نوموړې خبریالې زیاته کړه: « طا-لبان چې په قصدي ډول او په کومې طریقې سره د هغه مور او پلار تعقیبوي» ډارونکې ده.

آغلې دوران وايي: «کله چې زه په افغانستان کې وم، ډېری کسان چې په خپل وخت نه وو وتلي، تعقیب او ووژل شول.»

طا-لبانو د واک تر لاسه کولو وروسته لسګونه خبریالان بندیان او شکنجه کړي دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا