اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

طا-لبانو د کورنیو محصولاتو څخه د استفادې د کړنلارې مسوده تائید کړه

دید خبرې آژانس: د اقتصادي کمېسیون په نوبتي ناسته کې چې د ریاست‌الوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر آخوند په مشرۍ په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوې؛ له اجنډا سره سم پر ټاکل شویو موضوعاتو بحث شوی دی.

په دې ناسته کې له کورنیو کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څخه د ګټې اخیستنې د کړنلارې پر مسودې، په ساختماني پروژو کې د غوري سمنټو پر کارولو، د خوست غلام خان او د کندهار سپين بولدک ګمرکونو ته د ځمکې د لېږد او یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه بحث شوی چې له هر اړخیز بحث وروسته؛ له کورنیو کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څخه د ګټې اخیستنې د کړنلارې مسوده تائید او د وروستۍ تصمیم نیونې په موخه د ریاست‌الوزراء عالي مقام ته استول شوې ده.

یاده کړنلاره د بزګرانو او مالدارانو د اقتصادي ودې د پياوړتیا او دغه راز کورنیو کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو ته د بازارموندنې په موخه جوړه شوې چې له مخې به یې په لومړي سر کې د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونه، د استخباراتو لوی ریاست او ورپسې ټولې امارتي ادارې او هېوادوال د خپلو اړتیاوو د پوره کولو پر مهال یادو محصولاتو ته لومړیتوب ورکوي.

د اقتصادي کمېسیون یادې ناستې ته په ساختماني پروژو کې د غوري سمنټو د کارولو په اړه د ټاکل شوي پلاوي راپور هم وړاندې او تائید شو. د وړاندې شوي راپور پر اساس اړوندو سکټوري وزارتونو، ادارو او هېوادوالو ته سپارښتنه شوې چې د خپلو پروژو او ساختماني چارو په هغو برخو کې د غوري سمنټو استفادې ته لومړیتوب ورکړي چې په یادو برخو کې د دغې فابریکې تولید شویو سمنټو معیار پوره کړی دی.

دغه راز د غوري سمنټو فابریکې مسئولینو ته سپارښتنه شوې چې د خپل ظرفیت لوړولو او همدا رنګه په ټولو برخو کې د معیاري تولید په موخه هڅې ګړندۍ کړي؛ څو هېواد د سمنټو په برخه کې ځان بسیاینې ته ورسېږي.

د غوري سمنټو فابریکه اوسمهال په ۲۴ ساعتونو کې ۷۰۰ ټنه تولید لري چې کیفیت ته یې ځانګړې پاملرنه شوې ده.

د یادو نورو موضوعاتو په اړه هم له مفصل بحث وروسته لازم تصمیمونه نیول شوي دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا