اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادثبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

طا-لبانو د کابل په هوايي ډګر کې انتظار خونې جوړوی

دید خبرې آژانس: په افغانستان کې د طا-لبانو سرپرست حکومت د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت په کابل نړۍوال هوايي ډګر کې د نوي انتظار ځای د ودانۍ د بنسټ ډبره کېښوده.

د دغه وزارت د سرپرست په وینا، پر دغې ۳ پوړیزې ودانۍ چې، مسافرو لپاره به پکې ګڼې اسانتیاوې وي، ۳۰۰ میلیونه افغانۍ لګښت راځي او چارې به یې هم په ۱۸ میاشتو کې بشپړې شي.

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت سرپرست، حمیدالله اخندزاده و ویل: «د ټرانسپورټ وزارت په ۱۴۰۳ کال کې د ټرانسپورټ او هوايي چلند په برخه کې ۴۳ سترې زیربنایي پروژې رامنځته کړې دي.چې د تدارکاتو په سکتور کې موقعیت لري، چې پنځه پروژې یې د هوايي چلند په برخه کې دي، چې ټولیز ارزښت یې ۵۳۰ میلیونه افغانۍ دی..»

ښاغلي اخندزاده د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې د کابل په هوايي ډګر کې د  نوي انتظارځای د جوړولو د پروژې ارزښت له ۳۰۰ میلیونو افغانیو زیات وباله او زیاته یې کړه چې دا انتظار ځای به درې پوړونه ولري او د ۱۵۰ کسانو ظرفیت به ولري.

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت سرپرست زیاته کړه: «د دغې پروژې پانګونه څه باندې ۳۰۰ میلیونه افغانۍ ده چې په ۱۸ میاشتو کې به بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.»

د ټرانسپورټ او هوايي چلند سرپرست وزیر همدا راز زیاتوي چې له ۱۴۰۱ کال تر ۱۴۰۳ لمریز کال پورې له خصوصي سکتور سره د دوه عشاریه پنځه میلیارد افغانیو په ارزښت له ۳۰ د زیاتو همکاریو تړونونه لاسلیک شوي چې په کې د ترمینلونو جوړول، د انتظار ځایونه او د هوایي چلند  د تاسیساتوجوړول شامل دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا