اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادثبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

طا-لبانو د کابل په شپږمه حوزه کې تلاشي پیل کړې ده

دید خبرې آژانس: طا-لبانو نن د کابل ښار د شپږمې حوزې په قلعه وزیر کې کور په کور تلاشی پیل کړې ده، چې ۵ ورځې مخکې پکې دا/عش برید کړی و.

د دې سیمې د عیني شاهدانو په وینا طا-لب ځواکونه د کورنو پر پلټولو پلټلو سربېره د نقلیه وسایطو اسناد هم ګوري.

یو عیني شاهد وايي « طا-لبانو راغلل لومړی یې د کورنۍ تذکرې وکتلې بیا یې د کورونو کوټې تلاشي کړې، له الماریو نیولې د کور حویلې او هرڅه یې وپلټل»

عیني شاهد زیاتوي طا-لبانو د وسلو او موټرو پوښتنه هم کوله.

د طا-لبانو له دې تلاشئ پنځه ورځې وړاندې د همدې شپږمې حوزې اړوند دارالامان ماڼۍ ته پر غځېدلي سړک د طا-لبانو د فرمانونو او حکمونو د تعقیب ریاست د کارکوونکو پر موټر ځانمرګی بريد وشو.

د برید پړه دا/عش خراسان ډلې په غاړه واخیسته، خو د برید قربانيان د تېر حکومت د لويې څارنوالۍ کارمندان ول، چې اوس د طا-لبانو فرمانونو او حکمونو د تعقیب لوی ریاست کې دندې لري.

د کارپوهانو په وینا د دا/عش وروستي ځانمرګي برید ښودله، چې دغه ډله تر اوسه هم د غټو بریدونو وړتیا لري او دا به د طا-لبانو لپاره یوه لویه ننګونه وي، چې د یو پر نفوسه پلازمینې امنیت خوندي وکړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا