اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبټولنه

طا-لبانو د وېښتانو او ږیرې پر جوړولو ۱۰ زره جریمه ټاکلې

دید خبرې آژانس: په پکتیا او خوست کې ځینو سلمانیانو وایي چې د طا-لبانو د امر بالمعروف محتسبینو خبرداری ورکړی، که له دې وروسته وېښتان سټایلي جوړ کړي او ږیرې وخریي ۱۰ زره افغانۍ به جرمانه شي.

دوی زیاتوي، طا-لبانو ورته ویلي، پر نغده جرېمه سربېره به یې یوه میاشت دوکانونه تړلي وی.

دغو سلمانیانو نن د سې شنبې په ورځ «د تلې ۳مه» ویلی چې د طا-لبانو د امر بالمعروف محتسبین له څو ورځې راهسې دوکان په دوکان ګرځي او د سټایلي وېښتانو او ږېرې د نه خرېیلو سپارښتنې کوي.

د پکتیا په مرکز ګردېر کې ځینو سلمانیانو وویل، له دې وړاندې یې هم کاروبار خراب شوی او له دې بندیزونو سره به یې کارونه په ټپه ودریږي.

په خوست او پکتیا کې ځايي سرچینې وايي چې طا-لبانو په لارو او کوڅو کې هم ځوانانو ته سپارښتنې پیل کړې دي.

د طا-لبانو د امر بالمعروف متحسبینو په خوست بازار کې موټر چلوونکو ته ویلي چې «بې ږیرې کسان موټر کې مه وړئ.»

د خوست یو ځايي اوسېدونکی « طا-لبانو امربالمعروف متحسبینو د خوست ښاروالۍ مخکې ولاړ وي او د هغو کسانو ته سپارښتنې کوي چې زیره نه لري.

د راپورونو له مخې، په ځینې ولایتونو کې د طا-لبانو تر واک لاندې د ادارو مسوولانو ته ویل شوي چې له دې وروسته ږیرخرېیلو ته کارونه وځنډوي.

د طا-لبانو د امربالمعروف نوي قانون کې هم د ږیرې په اړه یادونه شوې ده او د ږیرې خرېیل یې ګناه بللې ده.

طا-لبانو واک ته رسېدو سره په دولتي ادارو کې د پخواني حکومت پر مامورینو ږېرې پرېښودل او خولۍ پر سر کول حتمي کړي دي.

طا-لبان نه یوازې په خوست او پکتیا کې د ږېرې د خرېیلو پرضد اقداماتو لاس پورې کوي، بلکې له دې وړاندې یې د پلازمینې کابل په شمول په ګڼو ولایتونو کې سلمانیانو ته خبرداری ورکړی چې د سټایلي وېښتانو له جوړلو او له ږېرې خرېیلو دې ډډه وکړي.

د « وږي ۹مه» په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ د امربالعروف د نوي قانون د تصویبېدو په غبرګون کې ویلي و، چې دغه قانون د افغانانو په ځانګړې توګه د ښځو حقونه راکم کړي او په ټولنه کې یې د وېرې فضا رامنځته کړې ده.

یوناما ویلي و، نارینه باید د ږیرې او ویښتانو پرې کولو او ښځې له پردي سړي سره د خبرو له امله مجازات نه شي.

دغه سازمان دا هم ویلي، چې دغه قانون به نړۍ ته له طا-لبانو سره اړیکې لا ستونزمنې کړي.

د طا-لبانو د دغه قانون له اعلان وروسته له یو شمېر ولایتونو داسې راپورونه هم ورکړل شوي، چې د امر بالمعروف محتسبان پر لارو او سړکونو ځوانان را ګرځوي او د ږیرې نه خرېیلو، د موسیقۍ د نه اورېدو، د لډو نه کولو او پر شریعت د ځان برابرولو سپارښتنې ورته کوي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا