اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

طا-لبانو د ننګرهار ملي ټلویزیون کارکونکي ته ګواښ ورکړي

دید خبرې آژانس: د طا-لبانو د امربالمعروف وزارت له نوي قانون وروسته پر رسنیو او خبریالانو د فشار په دوام د دغه وزارت ولایتي کارکونکو په ننګرهار کې د طا-لبانو تر واک لاندې د ملي ټلویزیون کارکونکو ته ګواښ کړی، چې که په «شریعت ځانونه برابر نه کړي له دندو به کوښه شي.»

له ننګرهاره یو شمېر خبریالانو د نوم نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې په ننګرهار کې د امربالمعروف ریاست کار کونکي، په اونۍ کې یو یا دوه ځله په دغه ولایت کې د طا-لبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون ته ورځي او هلته ټول کارکونکي د ږیرو پر نه خریلو او «شریعت» ځان برابرولو ګواښي.

یو خبریال د نوم نه ښودلو په شرط وايي: «د امربالمعروف وزارت کار کونکي زموږ دفتر ته راځي او موږ ته وايي، چې تاسو د نظام معاشونه اخلئ، باید زموږ اصول ومنئ، ږیرې مو لویه کړئ او زموږ له امر څخه سرغړونه مه کوئ.»

د ننګرهار خبریالان وايي، د امربالمعروف ریاست کارکونکي، ډیری وختونه دوی ته «سپک او له توهین ډک الفاظ کاروي.»

په ننګرهار کې یو شمېر نور خبریالان چې له بېلابېلو رسنیو سره کار کوي وايي، ټول راپورونه او فعالیتونه یې د طا-لبانو د استخباراتو او امربالمعروف او نهي عن المنکر ریاست د کارکونکو تر څار لاندې دي.

دغه خبریالان وايي، په ازاد ډول فعالیتونه نه شي تر سره کولی.

دا په داسې حال کې ده، چې طا-لبانو د کندهار، هلمند، او باغیس په ګډون د هېواد په ګڼو ولایتون کې د ټلویزیونونو خپرونې او د ولایتي چارواکو د ویډیو او انځورونو اخستلو باندې بندیز لګولی دی.

د طا-لبانو له لوري پر رسنیو د بندیزونو په دوام د خبریالانو ملاتړو ادارو په افغانستان کې تر غږ او لیکلو د رسنیو پر فعالیت د بندیزونو له امله اندیښنې ښودلې دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا