اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورحکومتروستي خبرونهمهم مطالب

طا-لبانو د دفاع وزارت یو چارواکی له دندې ګوښه کړ

دید خبرې آژانس: د طا-لبانو د دفاع وزیر، عبدالبصیر صابري شاوخوا لس ورځې وروسته له هغه له دندې ګوښه کړ چې له روسیې یې د پوځي تجهیزاتو د اخیستلو غوښتنه وکړه.

د صابري د ګوښه کېدو مکتوب چې ملا یعقوب لاسلیک کړی، ترلاسه کړی مو دی.

صابري د روسیې له ټاس خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي، طا-لبان د «هوايي دفاع او هوايي حریم د مهارولو لپاره وسایلو» ته اړتیا لري او په راتلونکي کې غواړي د خپلو هوايي دفاعي وړتیاوو د پیاوړي کولو لپاره د روسیې جوړ شوي تجهیزات وپیري.

له دغو څرګندونو وروسته ملا یعقوب مجاهد د دفاع وزارت پخوانی مشر عبدالقیوم الیاس د لوژیستیک د سرپرست په توګه وټاکه.

تر دې مخکې عبدالبصیر صابري د طا-لبانو د دفاع وزارت د لوژیستیک ریاست مشر و.

د صابري له خبرو وروسته د طا-لبانو د دفاع وزارت له روسي چارواکو سره د هوايي دفاعي سیستم د پېرلو په اړه شوې خبرې رد کړې.

د دغه وزارت ویاند عنايت الله خوارزمي په خپله ایکس پاڼه ليکلي و، چې له روسي چارواکو سره د الوتکو ضد وسلو د پېرلو په اړه خبرې نه دي شوي او د عبدالبصير صابري څرګندونې «ناسمې» اخیستل شوې.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا