اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

طا-لبانو د داعش د يوې ډلې د نیولو خبر ورکړ

دید خبرې آژانس: طا-لبانو په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په کابل او ننګرهار کې یې د عملیاتو په ترڅ کې د دا/عش خراسان څانګې یوه ډله نیولې ده، چې په بامیان کې پر سیاستوالو او په کابل کې یې په ګڼو بریدونو کې لاس درلود.

طا-لبانو ادعا کړې چې د دغو کسانو مشر یو تاجک تبعه دی چې غوښتل یې «ځانمرګی برید» وکړي.

طا-لبانو همداراز ادعا کړې ده چې دغه کسان د بلوچستان د مستونګ له روزنیزو مرکزونو څخه افغانستان ته راغلي دي.

طا-لبانو ویلي دي چې په فاریاب او کابل کې د دوی په نورو عملیاتو کې د داعش دوه غړي وژل شوي او یو شمیر نور ژوندي نیول شوي دي.

طا-لبانو د دغو کسانو د شمېر په اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې طا-لبانو په افغانستان کې د داعش شتون او فعاليتونه رد کړي او ادعا يې کړې چې دغه ډله يې له منځه وړې ده.

خو په وروستۍ پېښه کې داعش د پنجشنبې په ورځ (وږي ٢٢مه) په دایکندي ولایت کې د یوه برید مسوولیت په غاړه واخیست چې ۱۴ هزاره وګړي په کې ووژل شول.

طا-لبانو ادعا کړې چې دغه کسان له بلوچستان څخه افغانستان ته داخل شوي دي، په داسې حال کې چې پاکستاني چارواکو تل ویلي چې ترهګرې ډلې لکه دا/عش خراسان، تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي او القا/عده د طا-لبانو  تر ادارې لاندې په افغانستان کې شتون لري.

تر دې وړاندې د روسیې په ګډون د سیمې هېوادونو په افغانستان کې د دا/عش پر شتون او فعالیتونو اندېښنه ښودلې ده.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا