افغانستانروستي خبرونهسیاست

طا-لبانو د افغانستان په اړه د ملګرو ملتو راپور بې اساسه وباله

دید خبری اژانس: د طا-لبانو ویندویی د بشری حقوقو په اړه د ملګرو ملتونه راپور بې بنسټه وباله او وې ویل هیچا ته په هیواد کې د خپل سرو وژلو اجازه نه ورکوو.

طا-لبانو د افغانستان په اړه د ملګرو ملتو راپور بې اساسه وباله

ذبیح الله مجاهد په یو ټوییټ کې ولیکل:« په افغانستان کې د بشری حقوقو په اړه د یوناما راپور صحیح نه دی او هچا ته په دغه هیواد کې د خپل سرو وژلو اجازه نه ورکوو او که یو کس قتل وکړی یا مجرم وی له شرعی قوانینو سره به مخامخیږی.
ده وویل: د یوناما راپور بې اساسه دی.
دا په داسې حال کې دی چې ملګرو ملتو په افغانستان کې د طا-لبانو له واک ته رسیدو وروسته په لومړی راپور کې د دغه ډلې له خوا په ښځو په پابندیو لګولو د نیوکې په ترڅ کې په راتلونکی کې د دغه شان پیښو د نه تکرار غوښتنه کړې ده.
یوناما په خپل راپور کې راوړې دی چې په تېرو لسو میاشتو کې د تاوتریخوالی له کلی او د پام وړ کمی سره سره اوه سوه ملکی کسان مړه او یو زره څلور سوه شپږ ژوبل شوې چې اکثره یې د داعش د حملو قربانیان دی.
په راپور کې د ملګرو ملتو د دفتر د سرپرست مارکس پوتزل په حواله راغلې چې د دغه دفتر څارنه ښیی چې د اګست له پینځلسمې له امنیتی ښه والی سره سره په تعلیم او کار کولو کې په ښځو محدودیتونه لګول شوې دی.
پوتزل ویلی چې د ښځو تعلیم او د ژوند په عمومی چارو کې دښځو او جینکو کډون د هرې ماډرنې ټولنې لپاره اساسی دی. هغه زیاته کړې چې « تعلیم د ټولو لپاره نه یوازې یو اساسی بشری حق دی بلکې د یو ولس د ترقۍ او پرمختګ کلی ده».
ملګرو ملتو د خپل راپور په دوام کې د طا-لبانو له خوا عمومی عفوې ته اشاره کړې او ویلې دی: داسې ښکاری چې په ځینو موقعو کې د پخوانی دولت له دولتی او پوځی مقاماتو سره په چلند کې ټکرې رامینځته شوې دی.
یوناما د بشری حقوقو د خلاف ورزۍ په اره د طا-لب مقاماتو په نه سزا کېدو د اندیښنې په څرګندولو سره ټینګار کړی چې د طا-لبان له خوا د بشری حقوقو په خلاف‌ورزۍ باید غور وشی او طا-لبان یې باید ځواب ورکړی او په نهایت کې باید دغه شان پیښې په راتلونکی کې تکرار نه شی.
ملګرو ملتو د طا-لبانو د امر به معروف او اطلاعاتو د ادارې په اوامرو نیوکه کړې او ویلې یې دی چې د امر بالمعروف له خوا زیاتره صادر شوې دستورالعملونه د افغانستان د ښاریزو په تېره بیا جینکو او ښځو ازادۍ محدودوی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا