اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

طا-لبانو دیني عالم عبدالقادر قانت نیولی

دید خبرې آژانس: سرچینه وايي ، چې دیني عالم او د دیني او جهادي ارزښتونو د ساتنې شورا پخوانی مشر عبدالقادر قانت د طالبانو د استخباراتو له لوري نیول شوی دی.

تر اوسه د طا-لبانو له خوا د ښاغلي قانت د نیولو لامل نه دی څرګند. خو په دې وروستيو کې د هېواد په يو شمېر رسنيو کې د ديني چارو د کارپوه په توګه راڅرګند شوى و او د طا-لبانو له خوا يې د نجونو او ښځو پر زده کړو د بنديزونو او محدوديتونو په اړه نيوکې کړې وې.

طا-لبانو ښاغلی قانت په داسې حال کې نیولی چې په دې وروستیو کې یې رسنیو ته د خپلو مطلوبو کارپوهانو او شنونکو نوملړ استولی او امر یې کړی چې رسنۍ دې له هغو کسانو پرته نور کسان هم په خپلو پروګرامونو کې نه را دعوتوي چې دوی يې نه غواړي.

د يادونې وړ ده، چې طا-لبانو له دې وړاندې د سياسي چارو کارپوه جاوېد کوهستاني د کابل له خيرخانې څخه نيولى و او نامعلوم ځاى ته يې لېږدولى دى.

طا-لبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

که څه هم طا-لبانو په دې وروستیو کې د پوهانو، کارپوهانو او شنونکو د نیولو لړۍ تېزه کړې ده. خو تر اوسه يې د دغو تازه نيول شويو کسانو په اړه څه نه دي ويلي.

یو شمېر نړیوال سازمانونه او د بشري حقونو مدافعین د طا-لبانو دغه چلند او کړنې د خلکو په وړاندې د بیان د ازادۍ او انساني کرامت څخه ښکاره سرغړونه ګڼي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا