طا-لبانو ته په پاکستان کې د شانګهای د همکارۍ سازمان په غونډه کې بلنه نه ده ورکړل شوې
دید خبرې آژانس: د شانګهای د همکارۍ سازمان په غونډه کې چې د سه شنبې په ورځ (د تلې په ۲۴مه) او د چهارشنبې په ورځ (د تلې په ۲۵مه) په پاکستان کې جوړیږي، طا-لبانو ته بلنه نه ده ورکړل شوې. د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې د دغه سازمان سکرتریت طا-لبانو ته هیڅ بلنه نه ده لېږلې.
تر اوسه هېڅ هېواد د طا-لبانو اداره د افغانستان د مشروع حکومت په توګه په رسمیت نه ده پېژندلې.
ایکسپریس ټریبیون د ډیپلوماټیکو سرچینو په حواله راپور ورکړی چې د شانګهای د همکاریو په سازمان کې د افغانستان غړیتوب د ۲۰۲۱ کال د سپټمبر له میاشتې راهیسې، وروسته له هغه چې طا-لبان بیا په کابل حاکم شو، ځنډول شوی دی.
افغانستان د ۲۰۱۲ کال د جون په ۷ مه د شانګهای د همکارۍ سازمان د څارونکي غړي په توګه ومنل شو.
اسلام اباد د دې غونډې د کوربه په توګه تمه لري، چې د بېلا بېلو هېوادونو د مشرانو او شاوخوا ۲۰۰ پلاويو هرکلی وکړي.
د طا-لبانو د ادارې پرخلاف د منګولیا حکومت د څارونکي هیواد په توګه دغې غونډې ته بلل شوی دی.