اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

طا-لبانو بشري حقونه بې ځایه او له شرمه ډک شعار وبلل

دید خبرې آژانس: د طا-لبانو تر واک لاندې د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع په یوه خبرپاڼه کې د بشري « بې ځایه او له شرمه ډک شعار » بللي او ویلي یې دي چې په افغانستان او ځینو اسلامي او غیر اسلامي هېوادونو کې دا شعار تجربه شوي دي.

د طا-لبانو تر واک لاندې د کورنیو چارو وزارت تېره ورځ (جمعه، وږي٩مه) په یوه خبرپاڼه کې ويلي چې اسلامي ټولنه د غزې وضعیت په پام کې نیولو سره د «عبرت درس» سره د لوېدیځ د بشري حقونو په وړاندې مبارزه کوي.

د بشري حقونو د سرغړونو په اړه د طا-لبانو دا توند غبرګون په داسې حال کې راځي چې د بشري حقونو ډلو په وار وار پر طا-لبانو غږ کړی چې د خلکو او په ځانګړې توګه د ښځو حقونو ته درناوی وکړي.

دغه سازمانونو په وينا، هغه ښځو او نجونو لپاره چې بايد د خپل ژوند په اړه پخپله پرېکړه وکړي «هره ورځ ورته د ژوند فضا په کمېدو ده» او په داسې شرایطو کې، په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې کړنلاره چې د طا-لبان لخوا په سیستماتیک ډول د ښځو د حقونو تر پښو لاندې کولو مخه ونیسي، «ناکامه» شوې ده.

په افغانستان کې د ښځو او نجونو لپاره د ۹۷ فرمانونو په صادرولو سره، د طا-لبانو حکومت د دغو فرمانونو په پلي کولو کې لا ډېر جدي شوی دی.

طا-لبانو همداراز په وار وار په یوه خبرپاڼه کې ادعا کړې چې په افغانستان کې یې «بشپړ امنیت» ټينګ کړی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) په خپل درې میاشتني راپور کې ویلي، چې د روان کال د جولای له ۱۳مې د سپټمبر تر ۱۰مې په افغانستان کې ۲۵ ملکي وګړي وژل شوي او ۴۳ نور ټپیان شوي دي.

په راپور کې ویل شوي، چې له دې ډلې ۱۲ یې د داعش په بریدونو کې او ۹ یې د طا-لبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ په سرحدي نښتو کې وژل شوي دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا